پېښور 01 دسمبر (اے پي پي) د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو او سیفران وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام د وفاقی حکومت د اړخه د پارا چن??ر ټولو ځپليو له د معاوضے اعلان کولو سره د كوهاټ کمشنر ته په پارا چن??ر كښې د زيانونو تفصیلی رپورټ جوړولو سپارښتنه وكړه۔د اتوار په ورځ د کوهاټ ګرینډ جرګے ته وينا كښې وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام د هېواد او اولس په ګټه پارا چن??ر كښې د امن په بحالۍ زور راوړو۔ده د وزیراعظم محمد شهباز شریف او وفاقی حکومت د اړخه په دې پېښو كښې په شوي قیمتی ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ده په پېښو كښې په حق رسيدليو او ژوبل كسانو روغتيا له دعا اوكړه۔ده ووئيل د پارا چن??ر معامله يواځي د صوبے نه بلکه د ټول هېواد مسئله ده،د دې مسئ??ې حل كولو بايد مونږ ټول يو موټے كيدو سره كردار تر??ره كړو،زه په ذاتی توګه د سیاسی اختلافات باوجود وزیراعلیٰ هاؤس ته تللے يم او د خېبر پښتونخوا ګورنر هم وزیراعلیٰ هاؤس ته تللے،زما خواهش دا ؤ چې پارا چن??ر كښې د امن لپاره مونږ ټول يو موټے شو۔
انجینئر امیر مقام د وفاقی حکومت د اړخه د پارا چنار ځپليو له د معاوضے اعلان ،د زيان تفصیلی رپورټ جوړولو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais