اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) په دبئي اېكسپو 2020م كښې د پاكستاني پوېلين ډائرېكټر جنرل رضوان طارق وئيلي دي چې په دبئي اېكسپو 2020م كښې سرمايه كار او سېلګري دلچسپي اخلي، په نړيوال نندارتون كښې د پاكستان نندارتون د نړيوال مركز ګرځېدلے. په نندارتون كښې شركت كوونكو په لويه شمېره سرمايه كارو او سېلګرو د پاكستاني پوېلين دوره كړې. په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې په نندارتون كښې پاكستان د پټې خزانې په نوم پوېلين جوړ كړے او په دې د 28.72 مليونه ډالرو لګښت راغلے دے، پوېلين په 35 زره مربع فټ جوړ كړے شوے دے. ده ووئيل چې په پوېلين كښې د پاكستاني كلتور په اړه بېلا بېلې دستورې هم كولې شي او د خلقو د پام مركز ګرځېدلے دے.
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ