اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ په انقره كښې د تركيه خپل هم منصب ميولوت چاوش اولو سره ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال دواړو خارجه وزيرانو فلسطين كښې د سولې ثبات په وضعه د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د ترکيه خارجه وزير ميولوت چاوش اولو د او آئي سي د اېګزيکټو کمېټۍ د خارجه وزيرانو غونډه كښې د مخدوم شاه محمود قرېشي د خطاب او د پاكستان لخوا د مظلومو فلسطينيانو پرله پسې او د بشپړه ملاتړ ستائنه وكړه۔ په دې موقع خارجه شاه محمود قرېشي د فلسطين په معامله د تركيه د اولس مشر رجب طيب اردوان او د حكومت د كوټلي او واضع موقف ستائنه كولو سره ووئيل په غزه د اسرائيل په بمبارۍ او د روژې او واړه اختر په مهال په فلسطينيانو د تشدد د پېښو په تسلسل كښې ټوله اسلامي نړۍ غمژنه ده۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د وزيراعظم عمران خان په امر مونږ په پاكستان كښې د مئي 21مه نيټه خپلو فلسطيني وروڼو سره د يوالي څرګندونې له “فلسطين سره د يوالي ورځ” په توګه لمانځو٬ دواړو خارجه وزيرانو په دې موقع په بې ګناه كشميريانو د اسرائيل د جارحيت او د هغوي د جبراً بې دخله كولو غندنه كړې او د اسرائيل د جارحيت په ضد ئې په ملګرو ملتونو كښې په ګډه د غږ پورته كولو پرېكړه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د فلسطين خپل وروڼه به يوازې نه پرېږدو۔ په دې موقع د تركيه خارجه وزير ميولوت چاوش اولو د پاكستان خپل هم منصب مخدوم شاه محمود قرېشي او د ھغه د پلاوي په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستياﺀ وركړه
د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د تركيه خپل هم منصب سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : loteria estadual