د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سره د بلوچستان حاجي دلبر خان وليدل


اسلام آباد 27 مئي (اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سیدال خان وئيلي دي موجوده حكومت د معدنيات څانګې ته خاص پام لرنه كوي٬ د معدنیات څانګې ودې سره به په بې روزګارۍ قابو موندلو سره د ژوند معيار بهتر شي، په بلوچستان كښې ځوانانو له به د معدنيات په څانګه كښې د روزګار موقعې راپېدا شي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان دوكي سيمې سره تعلق لرونكې حاجی دلبر خان ناصر سره كړې چا چې دوې سره د ګل په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ملاقات كولو۔ په دې موقع سېدال خان د دلبر خان ناصر د معدنیات او کان کنۍ په څانګه كښې د خدمات ستائنه وكړه۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔