پينډۍ 07 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سر لښكر جنرل سید عاصم منیر وئيلي دي كامیابی د پاكستان مقدر ده ، پاك پوځ به د هېواد د ساتنې مقدس فرض د خپلي ويني تر آخري څاڅكي ادا كوي،د پاكستان امن او استحكام لپاره د دښمنه قواؤ ناوړه عزائم به د تګلارې ترمخه ناكامه كولې شي۔ د آئی اېس پی آر له مخې سر لښكر د پېښور دورې په موقع وينا كوله۔سرلښكر ته د امنيت په مجموعی صورتحال، د ترهه ګرۍ مخنيوي په ضد په روانو كارروائیو، په غیر قانوني توګه مېشته غیر ملكیانو هېواد ته ستنولو او په نوو ض?? شوو ض??عو كښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ پیشرفت په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔سرلښكر د ترهه ګرۍ مخنيوي بيلو كارروائیو په مهال د بهادرۍ مظاهره كوونكو د پاك پوځ افسرانو او ځو??نانو سره خبرې هم وكړې۔ سرلښكر د هغوې بهادرۍ او مثالی كامیابۍ ستائلو سره ووئيل قام په خپل پوځ وياړ لري او د پاك پوځ د كامیابیو اعتراف هم كوي۔جنرل سید عاصم منیر ووئيل كامیابي زمونږ مقدر ده ، پاك پوځ به د هېواد د يو يو انچ حفاظت له خپله مقدس فریضه د ويني تر آخري څاڅكي ادا كوي۔دغسې سرلښكر د وړومبي نېشنل وركشاپ خېبر پښتونخوا (NWKP-1) ګډون كوونكو ته هم خصوصی خطاب وكړو۔په خپل خطاب كښې سرلښكر ووئيل امنيتي ځو??كونو ته د خېبر پښتونخوا غیور اولس ??رع??م مرستې له مخې صوبه كښې استحكام ٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ په منصوبو پیش رفت ترلاسه شوے۔ سرلښكر ووئيل د پاكستان امن او استحكام لپاره د دښمنه قواؤ ناوړه عزائم به د تګلارې ترمخه ناكامه كولې شي۔سرلښكر نوو ض?? شوو ض??عو كښې د اقتصادی پرمختګ اهمیت هم رامخې ته كړو۔ سرلښكر په دې خبره رڼا واچوله چې په غیر قانوني توګه مېشته غیر ملكیانو له امله د پاكستان سلامتیا او معیشت ځپلې شوي،د هغوې خپلو هېوادونو ته د ستنولو پريكړه حكومت د هېواد پراخه ګټې له كړې، په غیر قانونی توګه مېشته غیر ملكیان د ترسره شوو اصولو له مخې په عزت سره خپل هېواد ته لېږلے كېږي۔دې څخه وړاندې پېښور ته په رسېدو د پېښور كور كمانډر د سرلښكر هركلے وكړو
كامیابي د پاكستان مقدر ده ، پاك پوځ به د هېواد د ساتنې مقدس فرض د خپلې وينې تر آخري څاڅكي ادا كوي۔ جنرل سید عاصم منیر
Gladiator's Glory Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ