اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) صد?? ډاکټر عارف علوي د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې امن او د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ لپاره د بشپړه هڅو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي په هېواد كښې د مسيحي ورورولۍ پشمول ټولو اقليتونو ته د اسلامي تعليمات٬ د قائداعظم فرمودات او د پاكستان آئين له مخې يو ډول حقونه ترلاسه دي۔ دا خبره ده د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ وزارت تر سيوري لاندې په ايوان صد?? كښې د كرسمس پحقله دستورې ته خپلې ??ېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي، د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير انيق احمد، اسلام آباد كښې غېر ملكي سفيرانو او د مسيحي ورورولۍ مذهبي مشرانو پشمول بېلا بېل مذهبونو سره تعلق لرونكو مذهبي مشرانو ګډون وكړو۔ صد?? مملکت ووئيل رسول اکرمۖ او د حضرت عيسيٰ عليه السلام د امن پېغام عام كولو ته اړتيا ده۔ ده مسيحي ټولنې ته د كرسمس مباركي وركولو سره ووئيل د كرسمس ورځ دا رايادوي چې حضرت عيسيٰ عليه السلام د امن عظيم پيامبر ٶ۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل په دې دستوره كښې ګډون زما لپاره د اعزاز خبره ده٬ يو مذهب په انسانيت د ظلم اجازه نه وركوي٬ بايد نړۍ څخه د ظلم خاتمې لپاره ټول په ګډه كردار ولوبوي۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې پرمختللې ??ېوادونه په نړۍ كښې په كېدونكي ظلم غلي دي٬ په غزه كښې جوماتونه٬ كليسا په نخښه كېږي۔ ده په نړۍ زور رواړو چې ھغوي د ظلم٬ تضاد او تشدد نه بچ شي او روادارۍ ته وده وركړي۔ ده د نب?? کريمۖ او د حضرت عيسيٰؑ پېروكارو ته په روادارۍ د عمل كولو او امن سره د پاتې كېدو تلقين وكړو۔ صد?? مملکت ووئيل مسيحي ورورولۍ هم د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې زياته برخه اخستې ده٬ مونږ له به اتحاد او يوالي ته وده وركول وي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل په هند كښې مسلمانان او نورو اقليتونه په نخښه كېږي٬ د كومې اندازه چې د دې خبرې نه ل??ېدې شي چې يواځې په مني پور ايالت كښې په دې وروستيو كښې 150 كليسې سوځولې شوي۔ صد?? مملکت په دستوره كښې ګډون كوونكو د نورو مذهبونو مشرانو سره د كرسمس كېك هم پرې كړو او ماشومانو د كرسمس په مناسبت سره سندره هم اووئيله۔ په دې موقع د مركزي روېت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا سيد عبدالخبير آزاد او سينيټر ګرديپ سنګھ هم موجود ٶو
په هېواد كښې د مسيحي ورورولۍ پشمول ټولو اقليتونو ته د اسلامي تعليمات٬ د قائداعظم فرمودات او د پاكستان آئين له مخې يو ډول حقونه ترلاسه دي۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د کرسمس دستورې ته وېنا
Dog House Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ