اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د كال 2023 په پيل ټول قام او نړيوالي ورورولۍ له مباركي وركولو سره وئيلي د نوې كال په پيل د لوے څښتن څخه دعا كوو چې دا كال د پاكستان ، پاكستاني قام ، اسلامي نړۍ او ټولي نړۍ لپاره د رحمت او بركت ذريعه وګرځوي۔د ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان كښې صدرمملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې تير كال كښې د پاكستان قام بيلو چيلنجونو سره مخ شوې ؤ، خو مونږ خپل محنت ، بهادري ، ايثار، عزم او مستقل مزاجۍ په سوب په دغه ټولو چيلنجونو قابو موندلو كښې تر ډير حد بريالي شوې يو۔ده ووئيل د كورونا وائرس په وبا په كاميابۍ سره قابو موندلو نه پس پاكستان د يو لوئ سبلاب سره مه شوې ؤ۔صدر مملكت ووئيل د سبلاب ځپليو سيمو دوره كولو سره او هلته د شوې زيان جاج اخستلو موقع هم ترلاسه شوي ، ما په سخت وخت كښې د پاكستاني اولس سره ملاقات كړې او د هغوي مسئلې مو اوريدلې ، سېلاب په مهال چرته چې بيلي مسئلې ، زيان او سېلاب تباهي ما ليدلي ، هلته مو د قام ثابت قدمي ، ايثار، هېواد سره مينه ، يووالې ، عزم او استقلال هم ليدلې دې۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان د مسئلو څخه وېستلو او د پرمختګ پلو روانولو لپاره به مونږ له خپل صلاحيتونه كارول وي۔ پاكستان نن د بيل معاشي مشكلات ، سياسي عدم استحكام، امن او امان صورتحال، ترهه ګرۍ بيا سر پورته كولو لعنت ، موسمي بدلون ، زياتي شوي غريبۍ او زياتي شوې آبادۍ په شان چيلنجونو سره مخ دې۔ده ووئيل نوې كال كال كښې به مونږ له د يو قام په حيث په پېښو مسئلو قابو موندلو له خپل ترجيحات تعين كول وي۔ مونږ له به د يو سوكاله هېواد ، پرمختګ كونكې ، جمهوري او مستحكم هېواد جوړولو له قامي يووالي ، اتحاد، نظم او ضبط، پرله پسې محنت، جذبے او لګن سره كار كول وي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره سږ كال ټول سټيك هولډرز له به د آئين پاسداري، انصاف وركول ، شفافيت، كاركردګي زياتول ، د ميرټ پابندي او اولسي ګيلو په وخت ازاله باوري كولو له عملي اقدامات كول وي۔دې نه ځانله مونږ له به د سېلاب ځپليو تر بشپړه بحالۍ او د ټولني كمزور طبقي د غريبۍ څخه وېستلو له هڅي تندول وي۔د مباركۍ خپل پيغام په آخر كښې صدر مملكت ووئيل راځئ ، د نوي كال په پيل پاكستان يو امناكه ، سوكاله او د اسلام په زريں جمهوري اصولو اډانه يو اسلامي فلاحي رياست جوړولو پلو خپل مزل پيل كولو لوظ وكړو۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې زمونږ په دې مقصدونو كښې كاميابۍ لپاره مرسته وكړي۔
لوے څښتن دې نوې كال د پاكستان ، پاكستاني قام ،اسلامي نړۍ او ټولي نړۍ لپاره د رحمت او بركت ذريعه وګرځوي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں