اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) نګران وزیرِ اعظم انوار الحق کاکړ کراچي الېکټرك ته د پېښو مسئلو په ترجیحی بنیادونو د حل كولو ??پا??ښتنه كولو سره وئيلي چې نګران حکومت په خپله لنډه موده كښې معاشی استحکام لپ??ره يو شمېر پخوانۍ مسئلې حل كړې دي، هېواد كښې بهرنۍ سرمایه كارۍ لپ??ره نړيوالو سرمایه كارو او كاروباري ورورولۍ له ټولې آسانۍ برابرولو ته خاص پام ګرځولے شوے دے۔ جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده کراچي الېکټرك سره د اړوندو بېلو چارو د جاج اغستو غ??نډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د توان وفاقی وزیرِ محمد علی، اړوندو اعلیٰ چارواكو او د کے الیکټرك چیف ایګزیکټو آفیسر ګډون وكړو۔ د کراچي الیکټرك پلاوي د کراچي الیکټرك پخوانۍ مسئلې په حل كولو د وزیر اعظم او د هغه د ډلي مننه وكړه۔ وزیراعظم ??پا??ښتنه وكړه چې کراچي الیکټرك ته پېښې پاتې مسئلې به هم په ترجیحی بنیادونو حل كړې شي۔ده ووئيل نګران حکومت په خپله لنډه موده كښې هېواد معاشی استحکام پلو روانولو لپ??ره پخوانۍ مسئلې حل كړې دي۔ده ووئيل هېواد كښې بهرنۍ سرمایه كارۍ لپ??ره نړيوالو سرمایه كارو او كاروباري ورورولۍ له ټولې ممكنه آسانۍ برابرولو ته خاص پام ګرځولے شوے دے۔ ده وئيل نګران حکومت به تر وروستۍ ورځې د هېواد معیشت ته د پېښو مسئلو حل كولو لپ??ره خپلې هڅې روانې ساتي۔ وزیرِاعظم تېره ورځ د نېشنل ټرانسمیشن او ډسټری بیوشن کمپنی (این ټی ډی سی) او کراچي الیکټرك (کے۔ای) ترمينځه د انټرکنکشن په لوظنامه لاس ليك خوشبينه وګرځولو۔ د کراچي الیکټرك سی ای او د حکومت د اړخه کمپنۍ ته د پېښو مسئلو په ترجیحی بنیادونو حل كولو نګران وزیرِ اعظم او حکومتی اهلکارو ته پيرزوئنې ډالۍ كړې۔ وزیرِ اعظم ووئيل پاتې مسئلې حل كولو سره حکومت د کراچۍ وګړو ته له كوم تعطل پرته د برېښنا وركولو ل??ره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو ته چمتو دے۔ غونډې ته د کراچي الېکټرك مسئلو او د هغې حل كولو لپ??ره تجاویز وړاندې كړې شول۔ وزیرِ اعظم ??پا??ښتنه وكړه چې نېپرا او کراچي الېکټرك دې په ترجیحی بنیادونو په ګډه د دې مسئلو حل ولټوي او په دې لړ كښې دې زر تر زره رپورټ وړاندې كړې شي۔
د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ کراچي اليکټرك ته د پيښو مسئلو په ترجیحی بنیادونو د حل كولو سپارښتنه
Mask Carnival official entertainment website
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ