شینزن۔4 جون(اے پی پی) پاكستانے پلاوې بزنس ټو بزنس غونډې لپار?? د ??ين ښار شينزن ته رسېدلے٬ د 79 پاکستانی کمپنیو استازي ب?? د ??ينائي كمپنيو مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔ د نهې په ورځ د پلاننګ كمېشن وياند له مخې وزيراعظم شهباز شريف به هم د خپلې دورې په اولني پړاؤ كښې په شينزن كښې د عصري آئي ټي كمپنيو عهدېدارانو سره ملاقات كوي۔ په دې موقعه د فضل سټیل الیاس عزیز ملک ووئيل چې داسې ټېكنالوجي معارفي كول غواړؤ كومه چې په پاكستان كښې په غوره ډول كار وكړے شي٬ دې مقصد لپاره زه چين ته راغلے يم۔ چائنیز په پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي٬ دوئي يو ښه همكار ته اړتيا لري۔ ده ووئيل زمونږ به هڅه وي چې چائنيز په پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي او د پاكستان درآمدات زيات شي۔ د سوګو ګروپ آف کمپنیز عبدالخلیق جعفرانی ووئيل چې د چين پرمختګ زمونږ وړاندے دے۔ زما نيكه د كال 1950ﺀ په لسيز?? كښې اول په چين كښې كاروبار پېل كړے وو٬ نن څلورم نسل دغلته كار كوي۔ پاكستان ته د ټېكنالوجي ټرانسفر كېدو ??ره به هېواد پرمختګ وكړي۔ په پاكستان كښې د برېښنا د كمۍ مسئله ده ، د سولر پېنل او انورټر تيارولو په څانګ?? كښې كار كېدې شي۔ كه د پاكستان دننه مېنوفېكچرنګ وي نو دې څخه زياته ګټه ترلاسه كېدې شي۔ د موجوده حكومت اقداماتو سره به هېواد پرمختګ وكړي٬ په پاكستان كښې د انډسټري لګېدل به د هېواد په ګټه وي۔ د فوټون برېنز فېضان فېض ووئيل حكومت كاروباري شخصياتو ته آسانۍ وركوي۔ ده ووئيل دې څخه وړاندې به كاروباري شخصياتو له خپل كلائنټس پخپله تلاش كول وو۔ د حکومت لخوا بزنس ټو بزنس میټنګز كښې د آسانيو باوري كول خوشبين دي٬ مونږ هيله لرؤ چې هېواد ته به چائنيز سرمايه كاري راشي۔
پاكستانے پلاوې بزنس ټو بزنس غونډې لپاره د چين ښار شينزن ته ورسيد
स्मर्फ्स विश्वसनीय मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا