اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف په هر مشکل كښې د ??اک??تان په ملګرتيا كولو د سعودی قیادت او حکومت مننه كولو سره وئيلي دي ??اک??تان او سعودی عرب د اقتصادی او سرمایه کارۍ مرستې لا قوي كولو له په ګډه كار كوي۔د نهي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهبازشریف سره د سعودی عرب د كورنيو چارو ??ائب وزیر ډاکټر ناصر بن عبدالعزیز الداؤد د نهي په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔وزیراعظم د سعودي د كورنيو چارو ??ائب وزیر هركلې كولو سره د هغه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزیراعظم د خادم الحرمین الشریفین شاه سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او د سعودي عرب ولی عهد او وزیراعظم شهزاده محمد بن سلمان لپاره هم د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د دواړو هېوادونو ترمينځه تاریخی، د ورورولۍ اړيكو ذكر كولو سره وزیراعظم په هر مشکل وخت كښې د ??اک??تان په ملګرتيا كولو د سعودي قیادت او حکومت مننه كولو سره ووئيل ??اک??تان او سعودی عرب ګټه ورې اقتصادي او د سرمایه کارۍ مرستې لا قوي كولو له په ګډه كار كوي۔ وزیراعظم په ??اک??تان كښې د 2.8 اربه امریکائي ډالره سعودی سرمایه کارۍ په اړه د سعودي او ??اک??تان ترمينځه د مفاهمت د یاداښتونو په عمل درآمد د اطمینان څرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې د غزه او مينځني ختيز په صورتحال ههم ?? خيالاتو څرګندونه وشوه۔په ریاض كښې د اوسني عرب اسلامی مشرانو کنفرنس ذکر کولو سره وزیراعظم د مشرانو په غونډه كولو د سعودي عرب قیادت ستائنه او فلسطین كښې د اسرائیل د نسل کشۍ اقدامات خاتمې لپاره يې د اسلامي نړۍ په راجمع كولو د سعودي ولی عهد او وزیراعظم محمد بن سلمان هڅي وستائېلې۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د دفاع او سلامتیا په څانګو كښې د مرستې په اهميت زور راوړلو سره وزیراعظم ووئيل د سعودي عرب د كورنيو چارو ??ائب وزیر او د هغه د پلاوي دورې سره به د دواړو ورونړو اسلامي هېوادونو يو بل ته رانزدې كولو له مرسته ترلاسه شي۔وزیراعظم د سعودي ولي عهد او وزیراعظم شهزاده محمد بن سلمان له د ??اک??تان سرکاري دورې د بلنې وركلوو پخلے وكړو ۔ ده ووئيل د ??اک??تان اولس د هغه تود هركلي كولو ته سترګې په لاره دے۔
پاکستان او سعودی عرب د اقتصادی او سرمایه کارۍ مرستې لا قوي كولو له په ګډه كار كوي۔وزیراعظم شهباز شریف د سعودی عرب د كورنيو چارو نائب وزیر ډاکټر ناصر بن عبدالعزیز الداؤد سره ملاقات كښې خبرې
Caishen Niu Credit Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں