اسلام آباد۔25 مارچ (اے پی پی) د اطلاع??تو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې عمران خان دې په مينار پاكستان كښې په فارن فنډنګ ٬ د توشه خانې په غلا او د ټېريان خپلې لور په ګرځولو هم رڼا واچوي، اولس ته د?? ووائي چې څلور كاله يۍ څنګه پاكستان ګرانۍ ٬ بې روزګارۍ او تباھۍ سره مخ كړو٬ فسادي او ترهګرۍ څخه اولس ته د حقيقي آزادۍ وركولو وخت راغلے دے۔ د خالي په ورځ د عمران خان په ټويټ خپل غبرګون كښې د اطلاع??تو وزير?? ووئيل چا چې هېواد د تباهۍ او تقسيم دلدل ته رسولے هغه يۍ ويستلے نه شي٬ هغه يوازې فراډيا او ترهګر كېدے شي۔ د?? ووئيل ستا حقيقي آزادي د ځناور، نیوټرل ، جنرل ب??جوہ ته ټول عمري له د اېکسټېنشن وركولو پړاؤنو څخه تېرېدو سره امريكا څخه د معافۍ تر غوښتلو رسېدلې كومه چې نن په حقيقه توګه دفن شوې او جنازه به يۍ نن شپه په مينار پاكستان كښې وكړې شي۔ مریم اورنګزیب ووئيل د فتنې فسادي ترهګرۍ څخه اولس ته د حقيقي آزادۍ وركولو وخت راغلے دے۔
عمران خان دې په مينار پاكستان كښې په فارن فنډنګ او د توشه خانې په غلا هم خبره وكړي ٬ اولس ته دې ووائي چې څلور كاله يۍ څنګه پاكستان ګرانۍ ٬ بې روزګارۍ او تباھۍ سره مخ كړو٬ مريم اورنګزيب
Gem Savior Sword APP game website
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ