اسلام آباد۔19مارچ(اے پی پی) وزی??اع??م شهباز شریف وئيلي دي چې د قدرتي آفتونو له امله د رامخې ته كيدونكې وضعې مخنيوي او د خلقو ريسكيو كولو او مرستې له بشپړه تګلارې ته اړتيا ده٬ مرسته دې په سپيځلي ډول خلقو ته ورسولې شي٬ د اوسنيو طوفاني بارانونو ځپلي به كله هم يوازې پرېښودلې نه شي٬ د ځپليو مرسته اولنۍ ترجيح ده۔ د دې خيالاتو څ??ګندونه ده په خپله مشرۍ كښې غوندې ته وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې د اقتصادي چاري او اسټېبلشمنټ وفاقي وزير احد خان چیمه، د اېن ډي اې?? اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حیدر ملک او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال د وډیو لنک د لارې ګډون كولو۔ په د ې موقعه وزي??اع??م ته د اېن ډي اې?? اے لخوا د اوسنيو طوفاني بارانونو ځپليو مرستې ، د قدرتی آفتونو پېشګي اطلاع او د رېسكيو په اړه بشپړه بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې وزی??اع??م د اوسنيو بارانونو د ځپليو مرسته زر او په سپېځلي ډول بشپړ كولو سره د رپورټ وړاندې كولو هدايت وكړو۔ ده اېن ډي اې?? اے ته صوبو سره په ګډه د جوائنټ سروے بشپړ كولو هدايت هم وكړو۔ وزیر اعظم هدايت وكرو چې اېن ډي اې?? اے دې د قدرتي آفتونو حوالې سره صوبو سره راتلونكي كښې همكاري زياته كړي۔ دغسې وزير اعظم اېن ډي اېم ته دا هم هدايت وكړو چې هغه دې په تېر حكومت كښې د خپل تكنيكي استعداد زياتولو حوالې سره په وركړې شويو هداياتو د عملدرآمد په اړه رپورټ وړاندے كړي۔ وزي??اع??م ووئيل د قدرتي آفتونو له امله د رامخې ته كيدونكې وضعې مخنيوي او د خلقو ريسكيو كولو او مرستې له بشپړه تګلارې ته اړتيا ده٬ مرسته دې په سپيځلي ډول خلقو ته ورسولې شي٬ د اوسنيو طوفاني بارانونو ځپلي به كله هم يوازې پرېښودلې نه شي ٬ د ځپليو مرسته زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ غونډې ت?? ووئيلې شوو چې اېن ډي اې?? اے به صوبو او په خاص توګه بلوچستان حكومت سره په بشپړه او جزوي توګه د ويجاړ شويو كورونو تصديق لپاره سروے بشپړ كړي٬ دا هم ووئيلې شوو چې د وزي??اع??م په هدايت به ګوادر كښې په مجموعي توګه 7 لکه 66 زره کلو اوچ راشن تر 24 مارچ ووېشلے شي په كوم كښې چې 3 لکه 88 زره کلو راشن تر 16 مارچ وېشلے شوے دے۔ دې سره سره په كوئټه او دالبندين كښی 97 زره كلو اوچ راشن وېشلے شوے دے۔ وزي??اع??م ته د اېن ډي اې?? اے لخوا د غزه ځپليو مرستې په اړ?? ووئيلې شوو چې اکتوبر څخه تر دې دمه د غزه ځپليو له 320 ټنه د مرستې سامان لېږلې شوې دې۔ وز یر اعظم د قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره اېن ډي اې?? اے ته صوبو سره د مرستې كولو هدايت وكړو۔
د قدرتي آفتونو له امله د رامخې ته كيدونكې وضعې مخنيوي ٬ د خلقو ريسكيو كولو او مرستې له بشپړه تګلارې ته اړتيا ده٬ مرسته دې په سپيځلي ډول خلقو ته ورسولې شي٬ د اوسنيو طوفاني بارانونو ځپلي به كله هم يوازې پريښودلې نه شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Another self official entertainment website
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم