اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د هوائي اډو آؤټ سورسنګ په اړه د سټيئرنګ کمېټۍ 11مه غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ د نائب وزيراعظم آفس د اړخه جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د خزانې وز??ر ، د پټروليم وز??ر ،د ايوي اېشن سيکرټري ، د قانون سيکرټري ،د بي او آئي سيکرټري او کنټري ډائريکټر آئي اېف سي ګډون وكړو۔د ايوي اېشن سيکرټري کمېټۍ ته بريفنګ وركړو۔غونډې ته ووئيل شول د اسلام آباد هوائي ميدان آؤټ سورسنګ پراج??کټ كښې د اروپا پشمول د بېلو هوائي ميدانونو آپريټرز خوښې څرګنده كړې۔په هغې كښې ځينې آپريټرز د ځائې سرمايه كارو سره کنسورشيم جوړ كړے او د قانوني او مالياتي احتياط سره كار كوي،په دې لړ كښې د هغوې ډلو اوسنيو كښې د اسلام آباد هوائي ميدان دورہ وکړه ۔غونډې ته ووئيل شول د بولۍ جمع کولو آخري نيټه 15 جولائي مقرر شوې،دغسې د منصوبې پيچيدګي تر مخه څلورو ممکنه بولۍ وركونكو د بولي جمع کولو نيټه كښې د پراختيا خواست كړے،دغسې دا به د منصوبې لپاره ښه بيعه وي۔ آئي اېف سي كوم چې د دې منصوبې د لين دين مشير (صلاحكار) دے ، د دې تجويز مرسته کړې، د دې له مخې سټيئرنګ کمېټۍ د بولي جمع کولو په نيټه كښې د دوو مياشتو پراختيا اجازه وركړې۔ سټيئرنګ کمېټۍ سپارښتنه وكړ?? چې ممکنه بولي وركونكو سره دې د هوا بازۍ وزارت او آئي ايف سي د اړخه بشپړه مرسته وكړې شي،د دې مرستې سره به په مناسب ډول کار زر تر زره بشپر شي او د بولۍ عمل كښې به زيات ګډون باوري كړے شي۔ سټيئرنګ کمېټۍ پريكړه وكړ?? چې د دې عمل دې څارنه وكړې شي دغسې چې دا خبره باوري شي چې ننورې پراختيا ته حاجت پېښ نه شي۔ نائب وزيراعظم د اسلام آباد هوائي ميدان زياتې ريونيو صلاحيت څخه د ګټې پورته كولو سپارښتنه وكړه۔ نائب وزيراعظم د منصوبې اهميت رامخې ته كولو سره سپارښتنه وكړ?? چې دا خبره دې باوري كړې شي چې آؤټ سورسنګ پروج??کټ دې د لږ نه په لړ وخت كښې په زيات سپيځلې ډول بشپړ كړے شي۔
د نائب وزير اعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د هوائي اډو آؤټ سورسنګ په اړه د سټيئرنګ کمېټۍ 11مه غونډه
एचबी इलेक्ट्रॉनिक्स विश्वसनीय मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری