كوئټه 27 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بلوچس??ان په ځينې برخو كښې د ترهګرۍ د پېښو نه وروستو د نهې په ورځ د كوئټه دوره كړې۔ داخله وزير او د بلوچس??ان وزيراعلي ترمېنځه ملاقات وشو او دوي په شريكه د امن او امان پحقله د لوړې كچې غونډې مشري وكړه۔ كوئټه ته په راتګ صوبائي وزيرانو اسفند يار كاكړ او علي مدد جتك د وفاقي وزير هركلے وكړو۔ په دې موقع د بلوچس??ان پوليس آئي جي٬ ايډيشنل داخله چيف سيكرټري او اعلي چارواكي هم په اېئر پورټ موجود وو۔ وزيراعليٰ هاؤس ته په راتګ وزير اعليٰ سرفراز بګټي د وفاقي وزير هركلے وكړو او د دواړو مشرانو ترمېنه په ملاقات كښې په بلوچس??ان كښې امن او د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره په شوو اقدا??ات?? د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ داخله وزير او وزيراعليٰ د ترهګرې د اوسنو پېښو غندنه كولو سره د شهيدانو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔ دواړو مشرانو د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل دا جنګ د هر پ??كستاني جنګ دے۔ وفاقي وزير باور وركړٶ چې بلوچس??ان كښې امن لپاره به وفاقي حكومت هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ وزيراعلي سرفراز بګټي ووئيل امن او امان باوري كولو لپاره نور اقدامات كوٶ، يو موټې ترهګر په تخريبي كاروائيو كښې ككړ دي۔ د دې نه وروستو وزيراعلي سرفراز بګټي او وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې خاص غونډه وشوه چې پكښې په صوبه كښې د امن امان د صورتحال جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې د بلوچس??ان په بېلا بېلو برخو كښې د ترهګرۍ په اووسنو پېښو بريفنګ وركرے شو۔ په دې موقع وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص امر نن كوئټه ته د حكومت او اولس مرستې لپاره راغلے يم۔ وفاقي حكومت د بلوچس??ان اولس سره ولاړ دے او ترهګرو خاتمه به كولې شي۔ په غونډه كښې د بلوچس??ان چيف سيكرټري، داخله ايډيشنل چيف سيكرټري، انسپكټر جنرل پوليس، آئي جي فرنټيئر كور نارتھ، آئي جي فرنټيئر كور ساؤتھ، ډي آئي جي سي ټي ډي، ډي آئي جي سپيشل برانچ، ډي جي ليويز او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو لوړ پورو ګډون وكړو۔
وفاقي وزير د بلوچستان په ځينې برخو كښې د ترهګرۍ د پېښو نه وروستو د كوئټه دوره٬ د لوړې كچې غونډې مشري
Wild Hell Credibility Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ