اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان او اروپائي ائتلاف ?? شريك كمېشن غونډه تيره ورځ په اسلام آباد كښې وشوه ،خبرو كښې د اوسني سياسي پيش رفت جاج واخستلے شو چې پكښې د پاكستان انتخابي عمل (8 فروري پارليماني ټاكنو) او اروپائي ائتلاف كښې د (6-9 جو?? يورپ پارليماني ټاكنو او د نوي كالج آف كمشنرز تشكيل شامل دے۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياندې د اړخه جاري شوي بيان له مخې د پاكستا?? يوربې يونين د جوائنټ كمېشن 14 مې غونډې نه پس شريك پرېس ريليز كښې ووئيل شول پاكستان او اروپائي ائتلاف ?? خپلې مرستې او كوټلي مصروفيت اهميت منلے دے،په خاص توګه تجارت، ك??ه كولو ، بشري حقونو، سياسي ، اقتصادي او ترقياتي مرستي غوندې څانګو كښې د ګلوبل ګيټ وے تګلاري ته پام لرنه شوې ۔ډلو د خوراك، توان تحفظ او موسمياتي بدلون په چيلنجونو مرسته روانه ساتلو ته اتفاق كړے۔ د شريك كمېشن شري?? صدارت د اقتصادي چارو وزارت سېكرټري ډاكټر كاظم نياز او پيسفك اروپائي ډپټي منيجنګ ډائريكټر ايكسټرنل ايكشن سروس پاولا پامپالوني وكړو ۔ اروپائي ائتلاف ??ياسي تكثيريت، جمهوري اقدار، آزاده ميډيا، متحرك سول سوسائټۍ، عدالتي آزادي او د بشري حقونو نړيوال معيار اهميت له پخلے وكړو كوم چې جمهوري انتخابات لپاره په زړه پوري حيثيت لري۔ ډلو د ميرمنو او ماشومانو حقونو، خواري كښو او كډوالو حقونو سره سره بنيادي آزادو، د رائے څرګندوني آزادۍ او د ناسمه معلوماتو زياتو شوو مسئلو پشمول د بشري حقونو تحفظ لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ پاكستان خپله اصلاحاتي ايجنډا وړاندې كړه چې پكښې د بشري حقونو د قومي ايكشن پلان فريم ورك، كاروبار او بشري حقونو په اړه قومي ايكشن پلان سره سره جي اېس پي پلس په حقله د 27 نړيوال كنونشنز بشپړ نفاذ لپاره اقدامات شامل دي۔ پاكستان او اروپائي ائتلاف ?? مذهب يا عقيدې آزادي او اقليتونو او كمزورو ډلو سره تعلق لرونكو كسانو حقونو او د اسلام مخالف نفرت په اره په اندېښنو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ شريك بيان له مخې اروپائي ائتلاف ?? پاكستان دويم لويې تجارتي پارټنر دے د كوم چې جنرلائزډ سكيم آف پريفرنسز پلس (جي ايس پي پلس) انتظامات د دوه اړخيزه تجارت وده كښې مهم كردار ترسره كوي، د پاكستان-اروپائي ائتلاف ?? ذيلې ګروپ آن ټريډ غونډې په مهال په بېلو موضوعاتو خبرې وشوې۔ ډلو د يو قوي او ګڼ اړخيزه تجارتي نظام اهميت ومنلو او په (ډبليو ټي او) او دوه اړخيزه پيش رفت ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ پاكستان او اروپائي ائتلاف ?? كوټلي پرمختګ او تجارت ودي لپاره پرله پسې د مرستې د اهميت پخلے وكړو۔شريك بيان له مخې د پاكستان او اروپائي ائتلاف ??يلي ګروپ د مرستې غونډه هم شوې۔د پرمختګ ذيلي ګروپ غونډه په 20 نومبر د اقتصادي چارو وزارت او د اروپائي كمېشن د نړيوالې شراكت دارۍ ډي جي ترمينځه شوې۔ ډلو په سيمه ايزو پروګرامونو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او شريكي خوښې په څانګو كښې يې سيمه ايزې مرستې لا قوي كولو له د هغې اهميت اومنلو۔ ګورننس او د قانون واكمنۍ په څانګه كښې د هېواد سماجي و اقتصادي پرمختګ كښې د سول سوسائټۍ مهم كردار سره سره د ګلوبل ګيټ وے سرمايه كارۍ ودې او ښه ماجول لپاره په مرسته (اولسي مالياتي انتظام، د قانون حكمراني) په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د شريكي خوښي د نورو مسئلو ذكر كولو سره شريك بيان كښې ووئيل شول چې پاكستان او اروپائي ائتلاف 2019 كښې لاس ليك شوي پاكستان-اروپائي ائتلاف ??ټريټجك انګيجمنټ پلان لپاره د خپل تړون پخلي كولو سره 5 كاله پس د هغې د نفاذ جاج واخست۔پاكستان دوه اړخيزه مرستي زياتولو لپاره تجاويز وړاندې كړل چې پكښې زراعت، ټيكس لګول او د آفتونو خطرې كمولو لپاره اضافي څانګو كښې مرسته زياته شوې۔شريك كمېشن د پاكستان-اروپائي ائتلاف كوټلي مائيګريشن اينډ موبلټي ډائيلاګ تر مخه په شريكو لوظونو د شوي پيشرفت په اړه د خيالاتو څركندونه وكړه۔اروپائي ائتلاف ?? څو لسيزو په مهال د افغان كډوالو په كوربتوب كولو د پاكستان ستائنه وكړه او پاكستان كښې د مېشته افغان كډوالو د پروف آف رجسټريشن كارډز موده تر 30 جون 2025 زياتولو پريكړې يې هركلے وكړو۔ بيان له مخې پاكستان او اروپائي ائتلاف ?? ترهه ګرۍ مخنيوي او منشيات مخنيوي پشمول په نورو چارو د سيمه ايزي مرستي اهميت اومنلو، پاكستان د سيمه ايز پيش رفت په اړه جموں و كشمير كښې د بشري حقونو او په بشري صورتحال د خپل تشويش څرګندونه وكړه۔ پاكستان په غزه كښې سمدستي او غير مشروط جنګ بندي او مقبوضه عرب سيمو څخه د اسرائيلي عسكرو ستنيدولو هم غوښتنه وكړه۔ اروپائي ائتلاف په غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ، د ټولو نيولے شوو كسانو د غير مشروط خوشي كولو او انساني مرستي رسولو له د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قرارداد 2735 له مخې د دښمنۍ د خاتمې د اپيل پخلے وكړو۔ پاكستان او اروپائي ائتلاف ?? نړيوال قانون اصول او د ملګرو ملتونو د چارټر بشپړ احترام كولو سره د ټولو شخړو امناكه حل لټولو په حاجت زور راوړو۔د كمېشن شريكه مشري د اقتصادي چارو وزارت سيكرټري ډاكټر كاظم نياز او ډپټي منيجنګ ډائريكټر ايشيا او پيسفك ايكسټرنل ايكشن سروس پاولا پامپالوني كوله۔ دغسې اروپائي ائتلاف ?? پاكستان جوائنټ كمېشن راروانه غونډه 2025 كښې په برسلز كښې كولو ته اتفاق وكړو۔
د جي اېس پي پلس درجه ترلاسه كيدو نه پس د پاكستان او اروپائي ائتلاف دوه اړخيزه تجارتي اړيكو كښې پيش رفت شوے،د پاكستان-اروپائي ائتلاف د شريك كمېشن 14 مې غونډي نه پس بيان
अमेरिकी ब्लैकजैक प्रतिष्ठित सट्टेबाजी प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ