اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د سعودي شوریٰ کونسل چیئرمېن ډاکټر عبد اللہ بن محمد بن ابراهیم الشېخ د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه پارليم??ني اړيكو لا مستحكمولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي سعودی شوریٰ کونسل د پاکستان قامی اسمبلۍ سره د ټېكنالوجۍ په مېدان كښې مرسته كولو له خوښي لري۔ د شورو په ورځ د قامی اسمبلۍ سېکرټرېټ ??یډیا ډائرېکټورېټ ??خوا د جاری شوي بیان له مخې د سعودی شوریٰ کونسل چیئرمېن ډاکټر عبداللہ بن محمد بن ابراهیم الشېخ په مشرۍ كښې پارليم??ني پلاوي د پلاوي په كچه ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ سپ??كر سردار ایاز صادق او د شوریٰ کونسل چیئرمېن ډاکټرعبداللہ بن محمد بن ابراهیم الشېخ موجود وؤ۔ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه پارليم??ني او اقتصادي اړيكو په لا مستحكمولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ډپټی سپیکر سید میر غ??ام مصطفیٰ شاہ، وفاقي وزیر چوهدري سالک حسین ، د قامي اسمبلۍ غړي شګفته جمانی، ګل اصغر خان، سید حفیظ الدین، نور عالم خان، زېب جعفر او صاحبزادہ حامد رضا هم موجود وؤ۔ سپ??كر اياز صادق پلاوي ته هركلي وئيلو سره خپلو خبرو كښې ووئيل په نړۍ كښې حالات تندۍ سره بدلېږي كوم چې دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې وركولو غوښتنه كوي۔ د سعودي شوریٰ کونسل چيئرمېن په تود هركلي د قامي اسمبلۍ سپ??كر او د قامي اسمبلۍ غړو مننه كولو سره ووئيل د پاكستان په دوره زه زيات خوشحاله شوے يم ٬ پاكستان د اسلام په نامه آزاد شوے ٬ د نړۍ يو مهم هېواد دے٬ سعودي عربستان پاكستان يو سوكاله او پرمختګ كړے هېواد ليدل غواړي۔ ده ووئيل دواړو هېوادونه يو بل سره ديني خپلولي لري٬ پاكستان تل سعودي عربستان سره ولاړ پاتې شوے٬ سعودي عربستان پاكستان سره پارليم??ني او اقتصادي اړيكو له زياتولو او مستحكمولو له خوښي لري۔ دوهم سپ??كر ووئيل د سعودي پلاوي دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه همكاري لا پراخه شي۔ وفاقي وزیر چوهدري سالک حسېن ووئيل زيات شمېر پاكست??ني وګړي په سعودي عربستان كښې خپل خذمات ترسره كوي٬ پاكست??ني وګړي سعودي حرمېن شريفېن سره بې كچه مينه لري۔ صاحبزاده حامد رضا ووئيل سعودي عربستان سره د اړيكو په اړه د پاكستان حكومت او مخالفه ډله يو ډول دريځ لري۔ د سعودي شوریٰ کونسل غړې ډاکټر عیشه بنت حسن زکری ووئيل په سعودي عربستان كښې مېرمنې يو برابر حقونه لري٬ هغوي د زده كړو ٬ روغتيا او ټېكنالوجۍ په شمول په ټولو څانګو كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔ سعودی پارلیمانی پلاوې به د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې پارليم??ني كاكسسز او فورمز سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔
د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه دوه اړخيزه پارليماني اړيكې به لا مستحكمول وي: ډاكټر عبد الله الشېخ
Fighting Cock Integrity Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی