اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د بنديانو په سزاګانو كښې د كمي اعلان وكړو. د آزادې ورځې په موقع په سزاګانو كښې كمې د آئين آرټيكل 45م له مخې شوې. تېره ورځ د ايوان صدر د پرېس ونګ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په زند??نو??و كښې د بنديانو په سزاګانو كښې د پنځمې برخې كمې شوې. صدر مملكت د هغو بنديانو چې عمر ئې 65 كاله وي يا د د?? نه زيات وي او سړي وي كومو چې 15 كاله يا د د?? نه زيات زندان تېر كړے و، د هغوي د پاتې سزا ختمولو اعلان كړے. د 60 كلونو مېرمنې بنديانې يا د د?? نه د زيات عمر چې 10 كاله يا د د?? نه زيات وخت ئې په زندان كښې تېر كړے وي، د هغوي د پاتې سزا ختمولو اعلان هم شوے. د هغو بنديانو سزا هم ختمه كړې شوې چې د بند په څلورو كښې درې برخې زندان ئې تېر كړے وي. د هغو بنديانو سزا هم په مكمل توګه ختم كړے شوے كومو چې 20 كاله په زندان كښې تېر كړي وي. په سزاګانو كښې د كمي اطلاق به د مرګ په سزا، د جاسوسې، ګېنګ رېپ، د بانك شوكې، د رياست په ضد چارو، زنا، تښتونې او د شوكې په مجرمانو نه كېږي.
صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د بنديانو په سزاګانو كښې د كمي اعلان وكړو
Baccarat 1 game card credit platform
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری