اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) الېکشن کمېشن مسلم لیګ (ن ) له تر 14 مارچ د ګون?? ټاكنو ك??لو مهلت وركړے۔ په الېکشن کمېشن كښې د چیف الېکشن کمشنر په مشرۍ كښې 5 كسيز كمېشن د مسلم ليګ (ن) د انټرا پارټي ټاكنو نه كولو كېس اورېدنه وكړه۔ د (ن) ليګ وکیل دريځ خپل كړو چې انټرا پارټي ټاكنې كول غواړؤ خو د حالاتو د لاسه دا تاخير سره مخ شوي۔ عمومي سېكتر احن اقبال دے كوم به چې په 14 جنوري هېواد ته بېرته راشي۔ ده باور وركړو چې تر 31 جنورۍ به انټرا پارټي ټاكنې وكړې شي۔ په دې د پنجاب ممبر بابر بھروانه خپل ريماركس كښې ووئيل كه د فرورۍ تر وړومبۍ نېټې د ګون?? ټاكنې ونه كړې شوې انتخابي نخښه به ترې بېرته واخستلې شي۔ چيف الېكشن كمشنر ووئيل يو شمېر سياسي ګوندونو ته مو د يو كال مهلت وركړے٬ كه معقول سبب وي نو مهلت وركړے كېدے شي۔ چیف الیکشن کمشنر په خپل ريماركس كښې ووئيل كه شهباز شريف زيات مصرف دے نو بيا دې دا ذمه واري بل چاته وركړې شي۔ ده ووئيل د يو څو سياسي ګوندونو نه علاوه د ټولو سياسي ګوندونو انټرا پارټي ټاكنې هسې ټوقې وي۔ دغسې الېكشن كمېشن مسلم ليګ (ن) له تر 14 مارچ د ګون?? ټاكنو ك??لو مهلت وركړو
الېكشن كمېشن مسلم ليګ (ن) له تر 14 مارچ د ګوند ټاكنو كولو مهلت وركړو
Savior APP download URL
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado