اسلام آباد۔27 فروری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف څخه د پي ټي آئ?? پلاوي استدعا كړې چې هغه د استعفاګانو د منظورۍ اقدام بېرته واخلي او سپيكر وئيلي دي چې د قانون او آئين له مخې مې استعفاګانې منظور كړي ٬ د پي ټي آئي په استدعا به يو وارې بيا قانوني ډلې سره له مشاروت وروستو په دې اړه خبره كوم۔ د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د ملك عامر ډوګر په مشرۍ كښې د پي ټي آئي لارښودو د قامي اسمبلۍ سپيكر سره م??اق??ت وكړو۔ په م??اق??ت كښې د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ پخوانو غړو د استعفاګانو په منظورۍ خبره وشوه۔ د پي ټي آئ?? پلاوي د استعفاګانو د منظورۍ اقدام بېرته اغستو استدعا وكړه۔ په دې سپيكر ووئيل د قانون ٬ آئين او د قامي اسمبلۍ د ضابطو له مخې مې استعفاګانې منظور كړي ، ما څو څو وارې په دې اړه خطونه استولي خو د دې باوجود د پي ټي آئي كوم غړے حاضر نه شو۔ د اسد قیصر او عامر ډوګر په مشرۍ كښې د راغل?? پلاوي څخه وروستو د استعفاګانو د قبولولو پراسېس پېل شوے ؤ ۔ د قامي اسمبلۍ پخواني سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې راغل?? پلاوي د استعفاګانو د منظورولو استدعا كړې وه۔ سپيكر ووئيل زه د آئين ٬ قانون او د قامي اسمبلۍ د ضابطو پابند يم۔ آيا د پي ټي آئي غړو استعفاګانې په خپله خوښه وركړې نه وې؟ استعفاګانې مونږ د اسد قېصر په مشرۍ كښې د راغل?? پلاوي په تاكيد منظور كړې وې۔ ??اجه پروېز اشرف ووئيل زه به يو وارې بيا ستاسو په خواست په معامله قانوني ډلې سره مشاورت وكړم او تاسو به خبر كړم۔
د پي ټي آئي پلاوي د قامي اسمبلۍ سپيكر څخه د استعفاګانو منظوري بېرته اغستو استدعا ٬ قانوني ډلې سره له مشاورت وروستو به تاسو خبر كړم٬ راجه پروېز اشرف
Rich emoticon APP game platform URL
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena