اسلام آباد۔29مارچ(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي چې پارلیمان بالادست او ?? آئين جوړونكے دے٬ ټولې ادارې دې څخه وتلې دي، د سوموټو نوټس حوالې سره اوسنۍ قانون سازي بايد ډېره مخكښې شوې وې٬ دا تاث?? سم نه دے چې د سپريم كورټ اختيارات كمولې شي٬ د دې ايوان دوه ټاكلي وزيراعظمان نااهل وګرځولې شؤ٬ ټاكلي وزيراعظم ته سسلین مافیا ووئيلې شو٬ هغه به په دې اپيل چرته كولو۔ ده د شورؤ په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګنونې په مهال ووئيل كومه قانون سازي چې روانه ده د دې هر يو ملاتړ كوي۔ نوموړي وكيل حامد خان ددې ښكاره ملاتړ كړے دے۔ ده ووئيل په سوموټو اختيار كښې دوه نور ججان شاملولې شي۔ ځينې خلق دا وائي چې دې سره د سپريم كورټ اختيارات كمولې شي دا تاث?? سم نه دے بلكې دا ايوان د قانون سازۍ خپل آئيني حق كاروي۔ دا ټول عمل سپېځلې جوړوو۔ ننۍ پرېكړې يو ابهام راپېدا كړې چې د سپريم كورټ ازخود كېس پرېكړه د درې وه يا د درې دوه ۔ ده ووئيل يوسف رضا ګېلاني چې څنګه نااهل وګرځولے شو دغې قانون ته بايد بيا كتنه وكړې شي۔ ده ووئيل بله كومه اداره د پاكستاني اولس مېنډېټ نه لري يوازې دې ايوان ته اولسي مېنډېټ ترلاسه دے۔ ده ووئيل دا قانون بايد ډېر وړاندې منظور كړے شوے وو۔ په تېر وخت كښې چې ټاكلې وزيراعظمانو سره څه شوي په هغې هم بايد قانون سازي وكړې شي۔ ده ووئيل هره اداره دا حق لري چې هغه د خپلو حدودو تحفظ وكړي۔
پارليمان بالادست او د آئين جوړونكے دے٬ د دفاع وزير خواجه آصف په قومي اسمبلۍ كښې څرګندونې
Steampunk APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena