د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام د رانا تنوير حسېن سره د مشر ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړه


اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام د وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د مشر ورور اېم پي اے رانا افضال حسېن په مړينه غمرازي كولو لپاره د وفاقي وزير استوګنې ته لاړو۔ د سفېران وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع وفاقي وزير د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنې كورنۍ سره غمرازي او لاس نيوه وكړه