اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) الیکشن کمېشن آف پاکستان ضمنی ټاكنو 2024 كښې د اولس يسانيو لپاره الیکشن کمېشن مانیټرنګ اینډ کنټرول سنټر (ای ایم سی سی) جوړ كړې دې۔د خالي په ورځ د الیکشن کمېشن وياند له مخې په دې سنټر كښې اولس ته د الیکشن په اړه د رابطې كولو او خپلو ګيلو درج كولو آساني ترلاسه وي۔د دې ګيلو په وخت ازالې لپاره به په سمدستي توګه کارروائی کولې شي او دې مقصد لپاره په سنټر كښې تربیه لرونكې عمله تعینات کړې شوي۔ الیکشن کمېشن د اولس ګيلو اندراج او د هغې سمدستي حل لپاره په څلور كچه کنټرول سنټر جوړ كړې چې پكښې الیکشن کمېشن سیکرټریټ اسلام آباد نه علاوه صوبائی، ډویژنل او په ضلعی كچه کنټرول رومزجوړ شوې دي۔اولس د ضمنی ټاكنو په لړ كښې د ګيلو اندراج لپاره ای اېم سی سی سنټر عملې سره په ای میل [email protected] هم رابطه كولې شي۔ کنټرول سنټر كښې د سوشل میډیا او الیکټرانك میډیا مانیټرنګ سهولت هم شته۔ فیکس لمبر 0519204404 د لارې هم ګيلې رالېږلې كيدې شي۔
الیکشن کمېشن ضمنی ټاكنو 2024 كښې د اولس آسانيو لپاره الیکشن کمېشن مانیټرنګ اينډ کنټرول سنټر جوړ كړو
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena