اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ صنعتونو لپاره د ګاز بيعې په اړه د صنعتكارو په مشاورت د لائحې جوړولو امر ??ول?? سره وئيلي دي صنعتونو لپاره دې د برېښنا مسابقتي بيعه معرفي كړې شي چې ورسره عامو وګړو او صنعتكارو ته ګټه ورسي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د جاري بيان له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د سندھ صوبې په خاص توګه كراچۍ څخه تعلق لرونكو نوميالو صنعتكارو او سوداګرو ليدلي دي كوم چې د وزيراعظم د كراچۍ دورې په مهال د صنعتكارو او سوداګرو سره د پېل شروع كړي مشاورت تسلسل د??۔ په دې موقع خپلو خبرو وزيراعظم انوار الحق کاکړ ووئيل د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې د صنعتکارو او کاروباريانو كليدي كردار دے٬ حكومت د صنعت او تجارت ودې لپاره هر ډول ممكن اقدامات كوي۔ ده امر وكړو چې صنعتونو لپاره دې د برېښنا هم مسابقتي بيعه معرفي كړې شي چې ورسره عامو وګړو او صنعتكارو ته ګټه ورسي۔ په دې موقع وزيراعظم د خزانې نګرانې وفاقي وزيرې او د توان نګران وفاقي وزير ته صنعتونو لپاره د ګاز بيعې پحقله د صنعتکارو په مشاورت سره د لائحې جوړولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د ټېكس نېټ پراخه ??ول?? لپاره اقدامات كوي، ټيکس پراخه ??ول?? لپاره د كاروباري ورورولۍ مرسته د كليدي اهميت وړ ده٬ ده ووئېل ټيکس نېټ پراخه ??ول?? كښې دې كاروباريان د حكومت ملګرتيا وكړي٬ د اولس خېرښګړې او د معيشت بحالۍ لپاره حكومت د ادارہ جاتي اصلاحات په اېجنډا كار كوي٬ دغسې سوداګرې ورورولۍ د قاچاق مخنيوي٬ د برېښنا غلا مخنيوي به كمپائن او د معيشت بحالۍ لپاره په شوو اقدامات د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ په ملاقات كښې د خزانې نګرانه وفاقي وزيره ډاکټر شمشاد اختر، نګران وفاقي وزير محمد علي ، د سندھ ګورنر کامران خان ټېسوري او اړوند لوړ پوري موجود وو۔ په پلاوي كښې د بزنس مين ګروپ چيئرمېن زبېر موتي والا، د انډسټريل فورم چيف کوآرډينيټر محمد جاوېد بلواني، د لسبيله چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري پيټرن ان چيف مقصود اسماعيل، د آل پاکستان ټيکسټائل پراسيسنګ ملز ايسوسي ايشن پخوانے چيئرمېن سليم پاريکھ، د بن قاسم ايسوسي ايشن آف ټريډ اينډ انډسټري پيټرن ان چيف ميا محمد احمد، د نارتھ ک??اچي ايسوسي ايشن آف ټريډ اينډ انډسټري صدر فيصل معيز او نور شامل وو۔
نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ صنعتونو لپاره د ګاز بيعې په اړه د صنعتكارو په مشاورت د تګلارې جوړولو امر وكړو
Galaxy Gem Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک