اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی) د ګرد هېواد په څير په وفاقي پلازمينه كښې هم كوچنے اختر جوش ٬ جذبې عقيدت او احترام سره ولمانځلے شو٬ د اختر د لمونځ په اجتماعاتو كښې د اسلامي نړۍ ٬ هېواد او ??ام سلامتيا ٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې٬ وزيراعظم شهباز شريف د اختر لمونږ په لاهور او صدر مملكت آصف علي زرداري په نواب شاه كښې ادا كړو۔ په وفاقي پلازمينه كښې د كوچ??ي اختر مرکزی اجتماع په فېصل مسجد كښې وشوه۔ د پاكستان په دوره راغلي د مسلم ورلډچ ليګ عمومي سېكتر محمد بن عبدالکریم العیسٰی خطبه او ??مونځ وركړو په كومو كښې چې اعلی حکومتی شخصیاتو ٬ د اسلامي هېوادونو سفيرانو او ګڼ شمېر وګړو ګډون وكړو۔ وزیراعظم شهباز شریف د هېواد او ??وم پرمختګ او سوكالۍ او د اسلامي نړۍ يو والي لپاره خصوصي دعا وكړه۔ د اختر د لمونځ له ادا كولو وروستو نوموړي په جومات كښې موجود كسانو ته د اختر مبارکي وركړه۔ ده ووئيل ??ې د اختر د نمانځلو په وخت کښې بايد اولس هغه ورونړا او خويندې ياد ولري كوم چې مرستې ته اړتيا لري۔ ده له اولس څخه وغوښتل چې د قائد اعظم محمد علي جناح او علامه اقبال د ويژن له مخې د پاکستان د اسلامي فلاحي رياست جوړولو عزم وكړي۔ ده ووئيل مونږ له به يو ځل بيا د هغو كسانو د خيال ساتلو عزم كول وي كوم چې مونږ ته اړتيا لري۔ دغسې مونږ له به د مظلوم كشميري او ??لسطي??ي اولس ملاتړ له غږ پورته كول وي د كومو چې دا مهال وينه تويولې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ او حمزه شهباز هم د لمونځ په موقعه وزيراعظم سره موجود وو۔ صدر مملكت آصف علي زرداري د هېواد سلامتيا ٬ سوكالۍ او ??رمختګ لپاره دعا وكړه۔ وروستو صدر مملكت په جومات كښې موجود كسانو ته د اختر مبارکي وركړه۔ د څلورو واړو صوبو په سرښارونو كښې عيد ګاه او جوماتونو كښې د اختر د لمونځ لويې اجتماعات وشول په كومو كښې چې د هېواد سلامتيا، پرمختګ او استحكام لپاره خصوصي دعاګانې وغوښتلې شو??۔ د اختر لمونځ څخه وروستو د پاكستان سلامتيا او د فلسطين او ??شمير په شمول د نړۍ په بېلو مقبوضه سيمو كښې مسلمانانو لپاره خصوصي دعاګانې وكړې شوې۔ علما کرامو په خپلو خطبو كښې د وړوكي اختر په فضيلت رڼا واچوله۔ بلخوا د اختر په موقعه د امينيت صورتحال په ځايې ساتلو له د امنيت فول پروف انتظامات وكړې شول۔
په ګرد هيواد كښې كوچنے اختر جوش او جذبې سره ولمانځلے شو٬ وزيراعظم شهباز شريف د اختر لمونځ په لاهور او صدر آصف علي زرداري په نواب شاه كښې ادا كړو
Plush Toy Mania Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش