اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د حج پروازونو شېډول جاري كړو ٬ اولنے پرواز به د مئي په 9 مه نيټه روانيږي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ اے پي پي سره خ??له خصوصي مركه كښې ووئيل چې حج پروازونه به د پاكستان لس ښارونو څخه روانېږي۔ په دې اړه موبائل اېپ “پاك حج اېپ” جاري كړے شوے دے۔ دې سره سره حج له تلونكو ته د اېس اېم اېس د ل??رې هم د هغوي د پروازونو اطلاع وركړې شوې ده۔ حج له تلونكو ته خ??است دې چې هغوي خپل پرواز څخه 10 ورځ وړاندې اړوند حاجي كېمپ ته رجوع وكړي او خپل وېكسي نېشن وكړي۔ ده ووئيل په 9 مئی به اسلام آباد، کراچۍ او لاهور څخه درې ٬ درې او سيالكوټ او ملتان څخه يو يو پرواز روانېږي۔ ده ووئيل په ګرد هېواد كښې په ضلعي كچه د حج تربيې دويم پړاؤ پېل شوے دے كوم به چې تر آخري حج پرواز روان ساتلې شي۔ ده ووئيل اوور سیز پاکستانیان دې هم له خ??لو روانېدو څخه 10 ورځې وړاندې پاكستان ته رارسېدو سره خ??ل پاسپورټ د حج وزارت كښې جمع كړي دغسې چې د هغوي وېزې او ټكټ ته هم حتمي شكل وركړے شي۔ د مذهبي چارو وزارت به د سوشل ميډيا ٬ حج اېپ او د اېس اېم اېس د ل??رې د عازمينو لارښودنه روانه ساتي۔ ده ووئيل حج له تلونكو ټولو پاكستانيانو له به سمارټ فون ځان سره وړل لازمي وي دغسې چې هغوي په دې كښې د پاك حج اېپ په شمول سعودي عربستان كښې د حج مناسك ادا كولو له نور اېپس هم ډاؤن لوډ كړې شي۔
د مذهبي چارو وزارت د حج پروازونو شيډول جاري كړو ٬ اولنے پرواز به د مئي په 9 مه نيټه روانيږي٬ د مذهبي چارو وزارت وياند
Moon and Stars Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل