اسلام آباد۔20 مئی(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام د وزيراعطم شهباز شريف په خصوصي هدايت په اسلام آباد ايئرپورټ د كرغزستان پلازمينې بشكيك څخه د خصوصي الوتكې د لارې سهار وخ??ي رارسېدونكو ځپلې زده كوؤنكو ته هر??لې ووې۔ د وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل زه تاسو ته د خپل ٬ حكومت او ټول اولس له اړخه هر??لے وايم۔ ده ووئييل وزيراعظم دې پېښې څخه سمدستي وروستو د پاكستاني زده كوؤنكو تحفظ له اقدامات وكړل۔ وزیراعظم پخپله د صورتحال نګراني كوي۔ انجینئر امیر مقام زده كوؤنكو څخه د هغوي تاثرات معلوم كړل٬ د هغوي خيريت يۍ وپوښتلو او هغوي ته يۍ هېواد ته په رارسېدو هر??لې ووې۔ ده باور وركړو چې څ??ك هم راتلل غواړي پاكستان به هغه سره هر ډول مرسته كوي۔ ده زياته كړه چې د نورو پروازونو د لارې به زده كوؤنكي هېواد ته راولؤ۔ انجینئر امیر مقام ووئيل چې د پاكستانيانو د ځان او مال تحفظ ??ه په هر صورت باوري كوؤ۔ ده ووئيل زما اولنۍ ترجيح د پاكستاني زده كوؤنكو حفاظت دے۔ وفاقي وزير زده كوؤنكو څخه په بشكيك كښې رامخې ته شوې د افسوس وړ پېښې په اړه معلومات هم ترلاسه كړل
بشكيك څخه پاكستاني زده كوؤنكي سهار وختي اسلام آباد ايئرپورټ ته راورسيدل ٬ د وفاقي وزير انجینئر امير مقام لخوا هركلے
The Mysterious Book of Egypt Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری