اسلام آباد 20مئی(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب وئېلي دي په پاكس??ان كښې د آئي ټي او كركيلې په څانګو كښې پراخا استعداد موجود دے او د اټاليې سرمايه كارو له پاكس??ان كښې د آئي ټي او زراعت پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده كول پكار ده ۔ده دا خبره د ګل په ورځ پاكس??ان كښې د اټاليه سفير ماريلينا ارملين سره ملاقات كښې وكړې۔په ملاقات كښې د پاكس??ان او اټاليې ترمينځه په مرسته او په پخوانو اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير د اټاليې سفير هركلے وكړو او هغه ئې د پاكس??ان معاشي منظر نامې كښې د ښه والي په اړه خبر كړو۔د خزانې وزير ووئيل سټاك ماركيټ كښې د تندۍ رجحان دے۔وفاقي وزير د حكومت سټريټجك اقدامات خاكه وړاندې كړه او وې وئېل حكومت د ټيكس بنياد په پراخه كولو عمل كوي دغسې چې هغه طبقې ټيكس نيټ كښې راوستلې شي كومې چې ټيكس نه وركوي۔ده د پاكس??ان انټرنېشنل ايئر لائنز(پي آئي اے)لويو هوائي اډو او بېلو سركاري ملكيتي ادارو نجكارۍ له د حكومتي عزم هم پخلے وكړو۔ده ووئيل حكومت چې كومه اقتصادي حكمت عملي ترتيب كړې په دې كښې د مرستې په ځاے سرمايه كارۍ ته ترجيح وركړې كېږي۔د خزانې وزير د آئي ټي او زراعت په څانګو كښې د پاكس??ان په استعداد هم رڼا واچوله او وې وئېل د اټاليې سرمايه كارو ته په پاكس??ان كښې په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده كول پكار ده ۔د اټاليې سفير د ډاډګيرنې وړ اشار?? تائيد وكړو او د پاكس??ان په معيشت كښې د ښه والي لپاره اقدامات ئې وستائېل۔ده د اټاليې او پاكس??ان ترمينځه په خاص توګه ټيكسټائل٬مشينرۍ٬كركيلې او ډيري په څانګو كښې د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړو۔د خزانې وزير د اټاليې حكومت لخوا د پاكس??ان په پرله پسې ملاتړ د سفير مننه وكړه او د اټاليې سره د تل پاتي مرستې لپاره ئې د پاكس??ان د عزم پخلے وكړو۔
د اټاليې سرمايه كارو له پاكستان كښې د آئي ټي او زراعت پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه په زړه پورې استفاده پكار ده ۔د خزانې وزير پاكستان كښې د اټاليې سفير سره ملاقات كښې خبرې
Amazon Kingdom Entertainment Official Entrance
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا