اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) د وفاقي حکومت او خېبر پښتونخوا ترمېنځه صو??ه كښې د لوډشېډنګ خاتمې٬ د برېښنا واجبات ??ركولو او د لائن لاسز كمي پحقله د خبرو اترو نه پس اتفاق راغلے ٬ ډېر زر به باقاعده لوظنامه وشي٬ د ملاقات ??ه وروستو د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډا پور، داخله وزير محسن نقوي او د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري ميډيا ته بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل په صو??ه كښې د لوډشېټنګ پحقله د وزيراعلي او د توان وزير ترمېنځه په داخله وزارت كښې خبرې اترې روانې دي٬ خبرې اترې په زړه پورې ماحول كښې كېږي٬ دواړه ډلې اولس ته ريليف وركول غواړي٬ ده ووئېل په دې لړ كښې مهم پېشرفت شوے ، اولس ته د ريليف وركولو سره سره د بجلۍ واجبات ??صولولو او د لائن لاسز كمي په اړه په ټولو اړخونو خبرې اترې شوي۔ په دې موقع علي امين ګنډا پور ووئيل وفاق سره د صو??ې د لوډشنډنګ په مسئله خبرې روانې دي ٬ د دې حل لپاره مونږ په ګډه خبرو روانو ساتلو ته اتفاق كړے ٬ ده ووئېل د صو??ې د اولس مطالبه وه چې مونږ بجلي پېدا كوٶ او ټول هېواد ته ئې وركوٶ ٬ د دې باوجود لوډشېډنګ زيات دے٬ مونږ ته په دې ??لې?? فارم باور راكړے شو چې د بجلۍ په مد كښې بقاياجات به ادا كولې شي او په لائن لاسز كښې كمي لپاره به كميونټي بېسډ كمپائن چلولې شي٬ ده ووئېل وفاق سره زمونږ چارې سمې شوي ٬ د وفاق مننه كوٶ چې دوي د صو??ې اولس د امن او امان او معاشي حالاتو احساس ولرو٬ علي امين ګنډا پور ووئيل زما خبره يو كس سره نه بلكې د هېواد داخله وزير او د توان وزير سره شوې ۔ د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري ووئيل د پا??ست??ن اولس او هېواد لپاره خوشبينه خبره ده چې د سياسي مخالفت باوجود د هېواد اتحاد له د خېبرپښتونخوا د بجلۍ په مسئله خبرې شوي٬ په دې موقع د توان وزير او د صو??ائي حكومت د خپلو خپلو منصوبو تبادله كړې ۔ ده ووئيل په صو??ه كښې چې څومره زر د بجلۍ غلا ختمېدې شي دومره زر به د لوډشېډنګ خاتمه اوشي۔ ده ووئيل هېواد په معاشي توګه مضبوطولو لپاره د خېبر پښتونخوا د وزيراعلي د اقدام هركلے كوٶ۔
د وفاقي حکومت او خېبر پښتونخوا ترمېنځه صوبه كښې د لوډشېډنګ خاتمې٬ د بجلۍ واجبات او د لائن لاسز كمي پحقله د خبرو اترو نه وروستو اتفاق رامخې ته شو
Hawaii Tiki Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا