اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د رياستونو او سرحدي چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د ام??يكې سفير ډونلډ بلوم ملاقات كړے او د شريكې خوښې په خاص توګه د ترهه ګرۍ مخ نيوي په هلو ځلو او د افغان وګړو هېواد ته ستنېدو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال وفاقي وزير پاكستان سره د ام??يكې په ديرينه مرسته مننه وكړه او په دې خبره يې زور راوړو چې ام??يكا د اقتصادي پرمختګ او د بشري مرستې پشمول بېلو څانګو كښې يو لازمي شراكتدار پاتې شوے۔وفاقي وزير په پاكستان د ترهه ګرۍ سخت اثرات رامخې ته كولو سره د بشري ځانونو او د معاشي زيانونو په حقله د هېواد د نه پټېدوونكو قربانو ذكر وكړو۔ده په دې خبره رڼا واچوله چې د كال 2001 څخه په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ له امله 70000 څخه زيات ځانونه ضائع شوي او د 150 بلين ډالرو څخه زيات معاشي زيان شوے۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغوي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان هڅې تسليم كړي۔ده ووئيل د نړيوالې ورورولۍ لخوا د دې خاطر خواه ستائنه نه ده شوې۔ده د افغان كډوالو افغانستان ته ستنېدو كښې د ام??يكې او نورو نړيوالو شراكتدارو د مرستې په ضرورت زور راوړو۔وفاقي وزير مالي كال 2024 كښې د افغان وګړو پشمول 125000 كډوالو آبادكارۍ له د ام??يكې لوظ وستائېلو۔انجينئر امير مقام ووئيل د كوربتوب كوونكو كميونټيز لپاره د ام??يكې په مرسته ك??ې زياتوالے او د كډوالو ستنېدو لپاره افغانستان كښې سازګار حالات پېدا كولو په هڅو زور راوړو۔د ام??يكې سفير ډونلډ بلوم د پاكستان اقتصادي پرمختګ په خاص توكه ټيكسټائل غوندې برآمدات ښه والي له د ام??ېكې د مرستې عزم پخلے وكړو ۔ده په پاكستان كښې په خاص توګه خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ سخت اثرات اعتراف وكړو۔سفير د ام??يكې بشري همدردۍ په هڅو رڼا اچولو سره ووئېل ام??يكا 50 فيصد نړيوال انساني ام??اد وركوي او د هغوي پام پاكستان او د كډوالو صورتحا?? ته دے۔ده د افغان كډوالو په كوربتوب او د پسما??ده ډلو ملاتر له د پاكستان كردار وستائېلو۔د ملاقات اختتام د دواړو ډلو لخوا د ر??ان?? مرستې د عزم سره وشو۔وفاقي وزير د افغان كډوالو لپاره د تل باتي حل لټون لپاره د ام??يكې او نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د كار كولو په اړه د پاكستان د عزم پخلے وكړو او د مرستې زياتوالي او د شريكو هڅو په ضرورت يې زور راوړو
د رياستونو او سرحدي چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د امريكې سفير ډونلډ بلوم ملاقات
Blackjack Honest Betting Platform
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا