واشنګټن 03 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان او امريكې دوه اړخيزه ا?? ??مه ايز شريك مقاصد ترلاسه كولو لپاره روابطو ته په دوام وركولو اتفاق كړے٬ دا اتفاق د خارجه وزير شاه محمود قريشي او د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو ترمېځه په خارجه محكمه كښې په ملاقات كښې شوے۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په دوه اړخيزه ا?? سيمه ا??زو چارو خبرې شوې دي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې خارجه وزير كوم چې د امريكې خارجه وزير په بلنه د واشنګټن په سركاري دوره دے٬ وئيلي دي چې د پاكستان او امريكې ترمېنځه نزدې رابطه تل ګټوره ا?? په سوئيلي اسيا كښې د استحكام عنصر پاتې شوے۔ ده ووئيل چې وړاندې تګ لپاره د پراخا بنياد او ډهانچه جاتي فرېم ورك مذاكرات به د دواړو هېوادونو لپاره ګټور ثابت شي۔ شاه محمود قريشي د حكومت پرمختيائي او د اولس د پام وړ اېجنډا په ډاګه كړه۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان ا و امريكا په ا??غانستان او منطقه كښې د امن او استحكام شريك خواهش لري۔ ده په ا??غانستان كښې سياسي حل لپاره د پاكستان د ملاتړ عزم هم څ??ګند كړو او وې وئيل چې د طاقت استعمال د نتيجو په ترلاسه كولو كښې پاتې راغلې۔ خارجه وزير ووئيل چې په سوئيلي اسيا كښې امن كوم چې د امريكې او پاكستان شريك مقصد دے٬ د جمهو او كشمير شخړې پشمول د ټولو شخړو د حل نه بغېر ممكن نه دے۔ د خارجه وزير هركلې كولو سره د امريكې خارجه وزير مائيكل پومپپو ووئيل چې امريكا د پاكستان نوي حكومت سره په اصلاحاتي اېجنډا عمل كولو لپاره په ګډه كار كول غواړي۔ ده په ا??غانستان كښې سياسي تفاهم لپاره د پاكستان د ملاتړ او په ګاونډ كښې امن لپاره د هغه هڅې وستائيلې۔
پاكستان او امريكې دوه اړخيزه او سمه ايز شريك مقاصد ترلاسه كولو لپاره روابطو ته په دوام وركولو اتفاق كړے
مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری