اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامي ورثې لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ بهر??و هېوادونو كښې د پاكستان غوره تشخص رامخې ته كولو او په غېر ملكي مېډيا د هېواد دښمنه ډنډورې بشپر ځواب وركولو لپاره د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان كردار ستائلې دې ۔د كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غړي پير محمد اسلم بودله په مشرۍ كښې وشوه۔كمېټۍ د نوو آلاتو او د مواصلاتي وسيلو د لارې د ادارې كاركرد??ي لا ښه كولو په حاجت زور راوړو۔د اے پي پي ايګزيكټو ډائرېكټر سهيل علي خان غونډه ورځپاڼو٬ټي وي چينلز او غېر ملكي نيوزي ايجنسيو ته د خبرونو لېږلو تګلارې په اړه خبر كړه۔غونډې ته ووئيل شول د قامې ګټې تر مخه اے پي پي مستند بشپړ او حقيقي كورېج كوي٬اے پي پي اردو او انګليسۍ سره سره په پښتو٬ سرائيكي٬ براهوي٬ بلوچي٬ سندهي او عربۍ ژبو كښې خبرونه خپروي٬ قامي دستورو٬پارلماني غونډو٬لوبو٬كلتوري هلو ځلو پرمختيائي منصوبو او د اولس د ګټې پروګرامونو ته بشپړ كورېج وركولې شي۔دې سره سره صارفينو ته نيوز فيچرز٬فوټو ا?? وېډيو فوټېج هم وركولې شي۔ده ووئېل د اے پي پي تر تحصيل او ضلعې په كچه خپل جال پراخه كړی۔په ټول هېواد كښې 9 بيورز او 7 سټېشنې لري۔غونډې ته ووئيل شول واشنګټن٬لندن٬نوې ډېلۍ او بيجنګ كښې د اے پي پي نمائندګانشته او نيويارك او ډهاكه او برسلز كښې هم نمائندګان لري او د بېلو هېوادونو پلازمينو چې پكښې انقره٬ دبئي٬ تهران٬ جده٬ كابل٬ ماسكو او كولمبو شامل دي ته د نمائندګانو لېږلو تجويز هم لرو۔ غونډې ته ووئيل شول دا مهال د اے پي پي د همكارانو ټوله شمېره 957 ده چې پكښې انټرنيز٬ډېلي ويجز او كنټرېكټ ملازمان هم شامل دي۔ كال 17-2016 لپاره د اے پي پي خرڅونه 943.412 ملينه روپۍ وي٬بجټ ګرانټ 750 ملينه روپۍ دے٬برېفنګ كښې ووئېل شول اے پي پي د خپل سبسكرپشن د لارې هم د 17.5 ملين روپو آمدن ترلاسه كوي٬موجود شارټ فال 175.912 ملينه روپۍ او د هغوې پھ ذمه د 273 ملين روپو ادائيګۍ پرته ده
د اطلاعات ٬ خپرونو او قامي ورثې لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه٬
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ