اسلام آباد۔22مارچ(اے پی پی)د وزيراعظم د مذهبونو هم هغږۍ او د مينځني ختيز لپاره خاص مرستيال او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي د امريكې پخواني عهديدار زلمے خليل زاد د پاكستان په اړه د بيان غندنه كولو سره غوښتنه كړې چې زلمے خليل زاد دې ناخوښه شخصيت وګرځولے شي او په پاكستان كښې دې د هغه داخله بنده كړې شي۔د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئېل زلمے خليل زاد هره ورځ څه نه څه خبره كوي٬زلمے خليل زاد وي يا كوم بل چاته د پاكستان په كورنو چارو كښې د لاس وهنې اجازه نشو وركولې۔ده ووئيل پاكستان يو ذمه وار او خپلواكه هېواد او د عالم اسلامواحد اتومي قوت دے او مونږ له خپل دننه معاملات د هېواد دننه حل كول دي او زلمے خليل زاد يا كوم بل چاته د پرېشانه كېدو ضرورت نشته۔ده ووئيل د هېواد سياسي حالات د هېواد سياسي او مذهبي قوتونو له به په ګډه ترسره كول وي٬زمونږ يو آئين دے او د هغې تر مخه مونږ له معاملات حل كول دي۔ده ووئيل خارجه وزارت په دې اړه بيان جاري كړے ۔ده ووئيل زلمے خليل زاد ناخوښه كس ګرځولو سره دې په پاكستان كښې د هغه په راتګ بندېز ولګولے شي ۔ده ووئيل د يو منظم سازش له مخې هېواد دښمنه قوتونه د پاك پوځ او عسكري قيادت په ضد ډنډوره كو كوي۔ده ووئيل د پاكستان دښمن قوتونو ته د بهرنۍ نړۍ مالي مرسته ترلاسه ده۔دا ډنډوره د قبولو وړ نه ده۔ده ووئيل ټول پاكستانے قام او پاك پوځ د شريك اتحاد او استحكام پاكستان علامتونه دي ٬ ده ووئېل د سوشل مېډيا د لارې د ادارو په ضد سازشونه كوونكو مخ نيوے دې وكړے شي۔ده ووئيل په تېرو ورځو كښې زمان پارك او اسلام آباد كښې چې څه شوي هغه په كوم ډول هم جائز نه دي ځكه چې پوليس هم زمونږ پوليس دي۔
چاته د پاكستان كورنيو چارو كښې د لاس وهنې اجازه نه شو وركولې۔حافظ طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں