اسلام ??باد 15 اکتوبر (اے پي پي) د منګوليا وزيراعظم اويون اردين لويسنامسراي د شنګھائي تع??ون تنظيم (اېس سي او) د حكومتي مشرانو د كونسل په 23مه غونډه كښې ګډون لپاره پاكستان ته ر??رسېدلے دے ۔ په ايئرپورټ د خزانې وزيرمملكت پروېز ملك د ګران مېلمه هركلے وكړو٬ په دې موقع په روايتي لباس كښې دوو ماشومانو مېلمه ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه٬ د دواړو مشرانو ترمېنځه د خېرسګالۍ څرګندونه هم وشوه۔ د يادونې وړ ده د ګډون كوونكو هېوادونو استازي د و??اندې نه د اېس سي او مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره ر??رسېدل پېل شوي٬ په کنفرنس كښې ګډون لپاره د راتلونكو مېلمنو لپاره ښار په څو رنګه رڼاګانو٬ ګلونو او د اېس سي او غړو هېوادونو په بېرغونو سنګار كړے شوے۔ دغسې وزيراعظم شهباز شريف به د اېس سي او مشرانو د غونډې مشري كوي۔
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی