اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي)د اسلام آباد ډپټي كمشنر عرفان نواز ميمن وئېلي دي چې په اسلام آباد كښې د پشكال بارانونو له امله د صورتحال جائزې لپاره د اسلام آباد ضلعې انتظاميه په بېلو سيمو كښې موجود ده۔ د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د كوم هم ډول ايمرجنسي مخ نيوي لپاره د اسلام آباد انتظاميه خپل وسائل كارولو سره خلكو ته رېليف وركولو كښې بوښت ده٬ د باران له امله په ندي نالو كښې سېلاب دے او د اوبو زور تېز دے۔ خلك دې ندي نالو ته نزدې تللو څخه ډډه وكړي۔ ډپټي كمشنر ووئيل چې ټولې اړوندې ادارې په وخت كاروائي لپاره چمتو دي
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب