پاکستان او کوریا خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري،د کوریا کمپنیو ته پېښ چیلنجونه به په سمسدتي توګه لرې كولې شي۔رانا تنویر حسېن


اسلام آباد 22 مئی (اے پي پي) د صنعت او پیداوار وفاقی وزیر رانا تنویر حسین وئيلي دي پاکستان او کوریا خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري،د کوریا کمپنیو ته پېښ چيلنجونه به په سمدستي توګه لرې كولې شي،د کوریا کمپنۍ په اقتصادی زونز كښې سرمایه کاری کولې شي۔د صنعت او تجارت وزارت د اړخه جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څركندونه ده د کوریا سفیر پارك جون سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د شورو په ورځ ملاقات كوول۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې چارو پشمول په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څركندونه وشوه او په دې مهال پاکستان كښې د کوریا کمپنیو ته په پېښو چیلنجونو هم خبرې وشوې۔ وفاقي وزير رانا تنویر حسین ووئيل د کوریا کمپنیو ته پېښ چیلنجونه به په سمدستي توګه لرې كولې شي ،پاکستان او کوریا خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري۔ده ووئيل حکومت د صنعتي هلو ځلو ودې لپاره صنعتي پارکس او خصوصي اقتصادی زونز جوړولو ته پام لرنه كوي ۔ سی پیك سره د انډسټریل پارك جوړولو لپاره 27 ځايونه په ګوته كړې شوي۔د کوریا کمپنۍ په اقتصادی زونز كښې سرمایه کاری کولې شي۔په دې موقع د کوریا سفیر ووئيل د کوریا کمپنۍ پاکستان كښې سرمایه کاری کولو له خوښې لري۔