اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) پاکستان او يوکرائن تجارت، سرمايه کاري، زراعت، فوډ سکيورټي، دفاعي مرسته، كلتوري تبادلو او د اولس اولس سره د رابطو پشمول د شريكې ګټې ټولو څانګو كښې مرسته زياتولو ??پاره سلا كړې ده۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د زيارت په ورځ د يوكرائن خپل همڅنګ ديميټرو کوليبا سره د ملاقات نه پس د ګډې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل يوكرائن سره دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكې جوړول د پاكستان په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده د مذاكراتو او د سفارت كارۍ د لارې د يوكرائن او رو??يه ترمېنځه د شخړې د سوله ايز حل د توقع څرګندونه كولو سره ووئيل د رو??يه او يوكرائن ترمېنځه په جاري جنګ د انساني ځانونو په ضائع د افسوس څرګندونه وكړه٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كول پكار دي۔ ده ووئيل يو غېر مستحكم منطقه كښې د يو هېواد په توګه مونږ دا ګڼو چې د اوږدې مودې سيمه ايزې شخړې اجتماعي سلامتيا څنګه په خطر كښې اچولې شو، د يوکرائن شخړې د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو او ګلوبل ساٶتھ لپاره په خاص توګه د اېندهن٬ خوراك او سرې پحقله ستونزې پېدا كړې دي او پاکستان هم د دې نه مستثنيٰ نه دے۔ ده ووئيل د يوكرائن خارجه وزير سره په دوه اړخيزه اړيكو او د اهميت وړ په سميه ايز او ګڼ اړخيزه چ??رو جامع خبرې شوې دي٬ پاکستان يوكرائن سره د اوږدې مودې د دوستۍ اړيكې لري۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د پاکستان او يوكرائن اړيكې اوږد تاريخ لري او په دې كښې تجارت او سرمايه کاري، زرعي او دفاعي مرسته، كلتوري تبادلے او د اولس ترمېنځه ژور رو??بط شامل دي٬ مونږ د شريكې ګټې په ټولو څانګو كښې دا مرسته لا پراخه كول غواړو، تجارتي او اقتصادي اړيكې جوړول پاكستان لپاره ترجيحي څانګې دې۔ ده ووئيل په ننني ملاقات كښې مونږ خپلې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو ??پاره باقاعده خبرې اترې او د انګېجمنټ په اهميت اتفاق كړې، مونږ په ټاكلې وخت كښې په بېلا بېلو اداره جاتي مېكنزم غونډې كولو ??ه هم سلا كړې ده، مونږ به خپل اړيكې لا ښه كولو ??پاره خبرې اترې جاري ساتو۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل مونږ په خبرو اترو كښې د يوكرائن په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې او په موجوده صورتحال مې د خپل تشويش څرګندونه كړې او د قېتمي ځاني زيان او په بلها انساني ستونزو د غمرازۍ او د همدردۍ څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل د خپلو ??عاشي ستونزو باوجود د يوكرائن اولس سره د يوالي څرګندونې لپاره مونږ بشري مرسته لېږلې ده٬ مونږ ګڼو چې اوږدې شخړې سول آبادۍ لپاره د بلها ستونزو او تكليفونو سبب جوړېږي، مونږ هيله لرو چې امن به راشي دغسې چې د يوكرائن او رو??يه اولس د امن په خوږو پوهه شي۔ بلاول بھټو زرداري په 12 جولائي جنيوا كښې د بشري حقونو په كونسل كښې امتيازي سلوك او په تشدد لمسوٶنكې مذهبي منافرت په ضد د قرارداد په ملاتړ د يوكرائن د حکومت د اصولي موقف ستائنه وكړه۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو مضبوطيا لپاره په شريكو هلو ځلو د باور څرګندونه كولو سره ووئيل چې مونږ د پاکستان او يوكرائن د اولس ترمېنځه مرستې او د دوستۍ ودې لپاره مخ په وړاندې تګ لپاره د عزم څرګندونه كړې ده۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ووئيل پاکستان يوكرائن سره دوه اړخيزه اړيكې زياتولو ??ښې خوښي لري او په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته زياتول غواړي۔ په دې موقع د يوكرائن خارجه وزير ديميټرو کوليبا ووئيل د پاکستان او يوكرائن ترمېنځه د 30 كالو اړيكې دي٬ مونږ تجارت او مرستې ته لا پراختيا وركول غواړو۔ ده ووئيل نړيوال ماركيټ كښې د يوكرائن څيزونو رسنه دې آسانه كړې شي٬ مونږ د خپلې سلامتيا او خپلواكۍ په ملاتړ د پاكستان مننه كوٶ۔ ده ووئيل پاکستان سره تجارتي اړيكې زياتول غواړو، د پاکستان زده كوٶنكو ته د تعليمي سهولت وركولو ??ه علاوه پاكستان سره په ډيجيټلائزيشن آف سټيټ سروسز كښې معاونت كولې شو۔ د يوكرائن خارجه وزير ووئيل د جنګ په نتيجه كښې په نړۍ كښې د خوراك بيعه زياته شوې ده۔ په موقع د خارجه چ??رو وزير مملکت حنا رباني کھر او خارجه سېكتر ډاکټر اسد مجيد خان هم موجود ٶ
د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د يوكرائن خپل همڅنګ سره د ګډې پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ