اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي د وفاقي ټېکس محتسب د پرېكړې په ضد د جيريز ډناټا پرائيويټ لميټډ اپيل مسترد كولو سره جيريز څخه د کينسر رنځورانو لپاره ريډي ايشن مشين په سمدستي توګه د ريليز كولو امر كړے دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له ??خې صدر مملکت د مشين د حساس نوعيت، انسانيت په خاص توګه د كينسر رنځورانو خدمت د عظيم مقصد له ??خې د مشين جاري كولو امر كولو سره وئيلي دي چې د لاهور د كسټم کلکټر دې په 7 ورځو كښ?? جيريز سره د كېنسر علاج لپاره ريډي ايشن مشين ريليز كړي او د عدم تعميل په صورت كښې دې د كسټمز كلكټر په ضد د قانون له ??خې كاروائي پېل كړې شي۔ صدر مملکت په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې تابکاري مشين اپرېل كال 2023 څخه په شېډ كښې پروت دے او جيريز ګودام د اضافي قيمت وركولو نه غېر د مشين جاري كولو نه سرغړونه كوي٬ كسټم چارواكو د سټوريج/ډيمريج چارجز معاف كولو سند هم جاري كړې۔ صدر مملکت د افسوس څرګندونه وكړه چ?? جيريز د کسټمز چارواكو لخوا سند په سنجيدګۍ سره نه اخلي٬ جيريز ويئر هاٶس د چارجز د زياتې ادائيګۍ نه غېر د مشين جاري كولو نه انكاري دې٬ د تاخير په سبب پاكستان كښې د كېنسر رنځوران او بې وزله خلق ستونزو سره مخ دي٬ بې وسه اولس د هېواد په سركاري روغتونونو كښې علاج كوي٬ د همدردۍ په بنياد په مسئلې د پوهېدو نه غېر دا ډول استحصالي كاروبار د افسوس وړ دے۔ جيريز د ټيکس محتسب د پرېكړې په ضد صدر مملكت ته اپيل كړې ٶ او صدر د كېس ذاتي سماعت نه پس د جيريز په ضد پرېكړه اورولې۔ صدر مملکت خپله ??رېكړه كښې وئيلي دي چ?? جيريز د تاخير سند باوجود مشين نه جاري كولو سره د کسټم ايکټ 1969 د دفعاتو خلاف ورزي كړې٬ جاري كړې شوې سند او د ايکټ په دفعاتو عمل كول لازمې دې۔ صدر مملکت ووئيل د کسټم ايکټ له ??خې د سند په تعميل نه كولو د جرمانې سزا ده ٬ د سند احترام پكار ٶ٬ د پرېكړې له ??خ?? جيريز کسټمز ايکټ دفعات نظر انداز كولې نه شي ٬ د جيريز اپيل مسترد كوٶ٬ صدر مملکت امر وكړٶ چې کلکټر آف کسټمز دې په 07 ورځو كښې په احکاماتو عمل درآمد وكړي او مشين دې خوشې كړي٬ په عدم تعميل دې د قانون له ??خې ضروري كاروائي پېل كړې شي۔
صدر مملکت د وفاقي ټيکس محتسب د پريكړې په ضد د جيريز ډناټا پرائيويټ لميټډ اپيل مسترد كړو
Love spinning wheel official entertainment APP
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa