اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د رمضان ریلیف پېکېج حجم 7 نيم اربه څخه زياتولو سره تر 12 اربه روپو رسولو هدايت كړے دے۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیر اعظم د رمضان ریلیف پېکېج حجم زياتولو سره سره د دې د كار دائرې لا پراخا كولو هدايت هم كړے دے۔ یوټېلېټی سټورز او بے نظیر انکم سپورټ پروګرام سره سر?? موبائل یونټس به هم په ټيټه بيعه د خوراك او څښاك څيزونو رسول برابروي۔ وزیر اعظم هدایت كړې چې زياتو نه زيات بې وزله او مستحق وګړو ته دې رمضان ريليف پېكېج ورسولې شي۔ په ابتدائي توګه 1200 ??وب??ئل پوائنټس او 300 مستقل پېکېج ریلیف مرکزونه جوړولې شي۔ د ډیجیټل ټېکنالوجۍ په مرسته چلېدونكې ډېش بورډ ت??ارولې شي دغسې چې د ??وب??ئل اوړو خرڅولو نګراني وكړې شي۔ ??وب??ئل او لائیو فوټېج سره به د اوړو د وېش پرله پسې نګراني كولې شي۔ وزيراعظم د روانې مياشتې په 7 مه نېټه د 7 نيم اربه روپو سبسډي سره د رمضان ريليف پېكېج اعلان كړې وو۔ 3 کروړه 96 لکه كورنيو ته به د روژې مباركې مياشتې په مهال د خوراك څښاك څيزونه په ټيټه بيعه وركولې شي۔ د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام لاندې د اوړو ٬ وريژو ٬ دال٬ غوړ?? ٬ ??يني ٬ شربت او د پيو بيعه به د ماركيټ په مقابله كښې ټيټه ساتلې شي۔ د رمضان ریلیف پېکېج لاندې به مستحق وګړو ته د بازار په مقابله كښې په 30 فيصده كمه بيعه د خوراك څښاك څيزونه وركولې شي۔ په اوړو به د كلو په سر 77 او په غوړو به د كلو په سر 100 روپۍ سبسډي وركولې شي۔
د وزیراعظم د رمضان ریلیف پیکیج حجم 7 نيم اربه څخه زياتولو سره تر 12 اربه روپو رسولو هدايت
Phoenix Nirvana official entertainment link
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais