اسلام آباد۔29مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي ??زير محسن نقوي وئېلي دي قام له باور وركوو چې د امن لپاره به تر آخري حد پوري ځوو ، ترهه ګرو او د هغوي سهولت کارو ته به په ګران وطن كښې د پټېدو ځائے تر لاسه نشي ۔ ده پیښور كښې د فرنټیئر کانسټیبلري (ایف سي) هیډ کوارټر كښې اعلی كچ غونډې ته خطاب کولو ۔ ایف سي هیډکوارټرز ته په رسېدو کمانډنټ ایف سي معظم جاہ انصاري د وفاقي ??زیر هر كلے وكړو ۔ دغسې وفاقي ??زیر محسن نقوي سره د ایف سي افسران معارفي كړے شوو ۔وفاقي ??زیر ایف سي هیډ کوارټر كښې د شهيدانو يادګار ته هم لاړو ۔ ده د شهيدانو په یادګار ګلونه كېښودل او فاتحه خواني ئې وكړه۔ ۔وفاقي داخله وزیر د ایف سي شهيدانو ته به غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو كښې ووئېل د ایف سي مېړنو ځوانانو د امن راوستو لپاره کلیدي کردار ادا کړے ۔ دغسې د وفاقي ??زیر په مشرۍ كښې ایف سي هیډ کوارټر كښې غونډه هم وشوه ۔ ده ووئېل ایف سي به لا موثر فورس جوړولې شي او ایف سي هیډ کوارټر ته به ??ر بيا راشم۔ ده ووئېل دښمن د امن له مينځه وړلو سازش کوي ۔ د اتحاد پ?? قوت به دا سازش ناکامه كوو ۔ ده ووئېل د قائداعظم په پاکستان كښې د ترهه ګرۍ هيڅ ګنجائش نشته ۔ وفاقی وزیر په دې مهال د ایف سي هیډ کوارټر په اڼګن كښې د شجرکارۍ كمپائن تر مخه يو بوټے هم نال كړو ۔دغسې کمانډنټ ایف سي د ادارې کارکردګۍ او نورو چارو په اړه وفاقي ??زير خبر كړو۔ ۔
قام له باور وركوو د امن لپاره به تر اخري حد ځوو ، د كورنيو چارو وفاقي وزير ایف سي هیډ کوارټر كښې غونډې ته خطاب
Lucky God Entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری