اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير م??سن نقوي سره افغ??نس??ان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازې اندريکا رتوتے په مشرۍ كښې پلاوي د شورو په ورځ ليدلي۔ د لوړې كچې په پلاوي كښې د ملګرو ملتونو ريذيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ، فدي ايل او په افغ??نس??ان كښې د ملګرو ملتونو د مشن مشر مالک سيسے هم شامل وو۔ وفاقي وزير وزارت په رسېدو د پلاوي هركلے وكړو۔ په دې موقع د پلاوي مشرې په بلوچستان كښې د ترهګرۍ د پېښو غندنه وكړه۔وفاقي وزير م??سن نقوي پلاوي سره په خبرو كښې ووېيل ترهګري يوه عالمګير مسئله ده او پاكستان ترهګرۍ څخه زيات ځپلے هېواد دے٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو٬ پوليس او د وګړو قربانۍ مثال نه لري۔ م??سن نقوي په پاکستان كښې په بريدونو كښې د كا??عد?? ټي ټي پي د ملوث كېدو په اړه پلاوې خبر كړو۔ ده ووئيل کا??عد?? ټي ټي پي بريدونو لپاره افغان خاوره كاروي٬ د دې به په هر صورت لاره نيول وي۔ ده ووئيل پاکستان په افغ??نس??ان كښې امن او استحکام غواړي او په دې لړ كښې هر ډول ممكنه ك??دا?? لوبوي ۔ م??سن نقوي ووئيل پاكستان د څو لسيزو راهسې د افغان كډالو مېلمستيا كړې٬ په غېر قانوني توګه د مېشته غېر ملكيانو ستنېدل په مرحله وار توګه پېل شوي۔ ده واضحه كړه چې د قانوني دستاويزات وړ كسانو په ضد كاروائي نه كېږي٬ د ويزه او نورو قانوني دستاويزات نه غېر چا ته په پاكستان كښې د پاتې كېدو اجازه نشي وركړې كېدې ٬ ډېر زر به د افغان كډوالو د ستنېدو دوېم پړاٶ پېل شي۔ م??سن نقوي د افغان كډوالو بحالۍ لپاره د ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ د ك??دا?? په ضرورت زور رواړو۔ د ملګرو ملتونو خاص استازې اندريکا رتوتے د افغان كډوالو او د دوحه خبرو اترو پحقله د پاكستان د ك??دا?? ستائنه كولو سره ووئيل د افغان كډوالو مستقل بحالۍ لپاره افغان حكومت سره په ګډه كار كوٶ
وفاقي وزير محسن نقوي سره افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازې په مشرۍ كښې پلاوي وليدل
फल कैंडी विश्वसनीयता मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا