اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) علماء کرامو او مشائخو په هېواد كښې د انتهاء خوښو او ترهګرو بيانيه مسترد كړې۔ دا خبره جمعې په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن سره د مرکزي رؤيت هلال کمېټۍ ??يئرمېن مول??نا عبد الخبير آزاد په مشرۍ كښې د هر مكتبه فكر علما کرامو او د نورو مذهبي مشرانو ملاقات كښې كړې۔ په متفقه اعلاميه كښې ووئيل شول اسلام د امن دين دے كوم چې د انسانيت د احترام او د تشدد نه د پاكې معاشرې درس وركوي٬ د هېواد په موجوده حالاتو كښې بين المسالك او د بين المذاهب همغږۍ او قامي يووالے د وخت مهمه تقاضه ده٬ څوك بې ښې بې بدې د قتلولو اسلام بېخي اجازه نه وركوي٬ په اعلاميه كښې خوږ هېواد پاکستان لپاره د وسله والو ځواكونو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې٬ د اعلاميه له مخې ټول قام خپلو مېړنو وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے۔ په اعلاميه كښې ووئيل شول اسلام د اقليتونو، مېرمنو او د كوچنيانو د حقونو ضامن دے٬ پېغام پاکستان، د پاکستان ھغه عظيمه بيانيه ده كومه چې به د منبر او محراب د لارې د هر كور غږ جوړوٶ٬ دا وخت په هېواد كښې د اړي ګړې نه بلكې د اتحاد٬ اتفاق او د قام او امنت يو بل سره د تړلو دے۔ په ملاقات كښې مول??نا ضياء الرحمن امام فېصل مسجد، مول??نا محمد طيب قرېشي چيف خطيب خېبرپښتونخوا،علامه مختيار احمد نديم چيف خطيب پنجاب،علامه شبير حسن سيکرټري جنرل شيعه علما کونسل پاکستان،علامه عارف حسېن واحدي،مفتي ګلزار احمد نعيمي، ??ول??نا تنوير احمد علوي، ??ول??نا سردار محمد لغاري، ??فتي فرحان نعيم، مول??نا عبدالظاهر فاروقي، ??ول??نا عبدالعزيز، مول??نا هارون الرشيد بالاکوټي، علامه سجاد حسېن نقوي، علامه مصطفي حېدر نقوي، ??ول??نا حسېن علي، ??فتي يوسف کشميري، ??ول??نا مقصود احمد توحيدي، ??ول??نا عابد اسرار، قاري بلال ګولړوي، سردار رنجيت سنګھ ګياني، ??ول??نا اکرام الٰهي ظهير، مول??نا عبدالسلام جلالي، ??فتي ابوبکر صديق، علامه سعيد احمد اعوان، مول??نا ملک امجد اعوان، ډاکټر ارشاد احمد خان، صاحبزاده عتيق الله مظهر، بشپ ډاکټر جوزف ارشد، پير ممتاز احمد ضياء نظامي، ??ول??نا محمد اقبال نعيمي، علامه محمد رشيد ترابي، ??هد جميل، پروفيسر ظفرالله جان او نور مشرانو ګډون وكړو او د دې نه ع??او?? وفاقي سيکرټري داخله ، چيف کمشنر اسلام آباد، آئي جي پوليس اسلام آباد، ډپټي کمشنر اسلام آباد او اړوند چارواكي هم موجود وٶ
علماء کرام او مشائخو په هېواد كښې د انتهاء خوښو او ترهګرو بيانيه مسترد كړې۔ د وفاقي وزيرانو سره د مرکزي رؤيت هلال کمېټي چيئرمېن علما کرامو او مشائخ عظام سره د ملاقات نه وروستو متفقه اعلاميه
PS Electronic Integrity Betting Platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز