اسلام آباد 17 اكتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د بشري وسائلو او د مهارتونو پرمختګ له د كار كونكي ټاسك فورس د درېمې غونډې مشري كړې ۔ په غونډه ك??ې د پاكستان ورك فورس په سباٶن ك??ې د نړيوال او ځائي ضرورتونو سره د سمولو په ضرورت زور راوړلے شو ۔ په غونډه ك??ې د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد،د ??يو??يك ريكټر ليفټيننټ جنرل (ر) معظم اعجاز، د تعليم وفاقي سيكرټري، د ??يو??يك ډائريكټر او د سائنس او ټيكنالوجۍ او اړوند ادارو اعلٰې چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه ك??ې د اېس سي او سمټ پحقله خبره كښې احسن اقبال ووئيل دې غونډې سره په نړيواله كچه د پاكستان بهتر نمائندګي شوې ۔ده ووئيل مونږ له د خپلې كاركردګۍ د لارې د قامي او نړيوال معيار سره تلل دي ٬ د پاكستان سباون د بشري وسائلو په پرمختګ منحصر دے كوم چې زمونږ لويې طاقت او چېلنج هم دے۔ ده ووئيل ټاسك فورس دې د بشري وسائلو او پرمختګ مهمو څانګو پلو پام ګرځولو سره د هېواد سباون په جوړولو كښې مهم كردار ولوبوي۔ ده اېچ اي سي ته امر وكړو چې ھغوي د صنعتونو مشرتابه سره په ګډه د پاكستان په مينوفيکچرنګ څانګو٬ لكه ټيکسټائل، آټوموټيو، لوبو ٬ سرجيکل مصنوعات، او د دواسازې په ره د بشري وسائلو د ضرورتونو اندازه ولګوي او ھغه پورا كړي٬ مينوفيکچرنګ کلسټرز رامخې ته كول پكار دي او پوهنتونونو له د دې څانګو د طلب له مخې خپل پروګرامونه سمول پكار دي دغسې چې په نړيواله كچه د پاكستان برامدات كښې ځانګړې برخه واچولې شي۔ ده د د زر??عت په څانګه ك??ې د هارټيکلچر،د پيو پېداوار، د تخمونو په ترقي، جي آئي اېس، او د ډرون ټيکنالوجۍ غوندې څانګو ك??ې د فصلونو د پوهانو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل د پاکستان د زر??عت ورك فورس له د جديد آلات او تکنيکونو وركولو ضروري دے دغسې چې په سباٶن ك??ې د زر??عت ضرورتونه ترسره كړې شي او په پېداوار كښې زياتوالے اوشي
د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د بشري وسائلو او د مهارتونو پرمختګ له د كار كونكي ټاسك فورس غونډه
Summon and Conquer Trusted Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ