اسلام آباد۔27فروري(اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي په سټيل ټاؤن كښې علماﺀ كرامو او مؤذنينو ته د سټيل انتظاميې فنډز څخه د 4 مياشتو ايسارې كړې شوې تنخاګانې ادا كړې شوي ٬ د فنډ كمي له امله به په راتلونكي كښې سټيل ټاؤن كښې مېشته وګړو څخه په اغستو تنخاګانې ادا كولې شي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټر كامران مرتضی د پام ګرځونې نوټس په ځواب كښې ده ايوان ته ووئيل د سټيل ټاؤن د جماعت کمېټۍ 37 علماﺀ كرام او موذنين مقرر كړې وو د كومو تنخاګانې به چې د پاكستان سټيل ملازمينو فنډ څخه ادا كولې شوې خو كال 2021ء څخه چې د سټيل مل د ملازمينو د فارغ كولو كومه لړۍ پېل شوه د هغې له امله د ملازمينو شمېره 8600 څخه 3 زره پاتې شوه چې ورسره فنډز كښې هم كمے رامخې ته شو۔ده ووئېل اوس د سټيل مل ملازمينو څخه چې كوم فنډز جمع كېږي هغه يو لك 34 زره روپۍ دے كوم څخه چې د 37 علماﺀ كرامو او موذنينو تنخاګانې وركول ممكن نه دي او هم له دې كبله د 32 علماﺀ كرامو او مؤذنينو كنټريكټ زيات نه كړے شو۔ ده ووئېل اوس د سټيل مل انتظاميې په سټيل ټاؤن كښې مېشته وګړو څخه د كور په سر د 250 روپو اخستو پرېكړه كړې او كله چې دا فنډز جمع كړے شي نو علماﺀ كرامو او مؤذنينو ته به تنخا وركول باوري كړې شي۔ بياهم څلور مياشتو څخه ايسارې كړې شوې تنخاګانې سټيل مل انتظاميې د خپل فنډز څخه وركړې دي۔
په سټيل ټاؤن كښې علماﺀ كرامو او مؤذنينو ته د سټيل انتظاميې فنډز څخه د 4 مياشتو تنخاګانې وركړې شوي٬ د فنډ كمي له امله به په راتلونكي كښې سټيل ټاؤن كښې د مېشته وګړو فنډز څخه تنخاګانې ادا كولې شي٬ مرتضی سولنګي
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil