اسلام آباد۔05 فروری (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي د کشمیری خوېندو وروڼو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د روانې مبارزې غېر متزلزل ملاتړ څرګندولو له 5 فروري د كشمير يووالي ورځ په بشپړ ډول لمانځلې شي ٬ د پاكستان تل دا دريځ پاتے شوے دے چې د كشمير مسئلې تلپاتې حل د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې ممكن دے٬ پاکستان به د خپلو كشميري خو??ند?? وروڼو بشپره اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كشمير يووالي ورځې په موقعه خپل پېغام كښې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل د هر كال په څير نن هم د كشميري خو??ند?? وروڼو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د روانې مبارزې غېر متزلزل ملاتړ څرګندولو له د كشمير يووالي ورځې لمانحلې شي۔ په دې ننۍ ورځ مونږ په تېرو 76 كلونو كښې د خپلو كشميري خوېندو وروڼو ځانګړې قربانيو ته پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې تلپاتې حل د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې ممكن دے۔ ده ووئيل په مقبوضه جموں وكشمير كښې د بې ګناه وګړو غږ غلې كولو له ??ند د ماورائے عدالت وژونو ٬ غېر قانوني حراست او په بنديانو د تشدد چالونه كاروي۔ ??ند په ميډيا بندېز لګولې او كشميري مشرتابه او د بشري حقونو بېرغ پورته كوؤنكي يۍ زاندان كښې اچولې دي۔ ده ووئيل د ??ند لخوا په جموں و کشمیر كښې د 5 اگست 2019 اقدام د نړيوال قانون ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ د څلورم جنېوا كنوېنشن او كشمير سره اړوند د ملګرو ملتونو د سلامي كونسل د قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل د هندي سترې محكمې په غېر قانوني توګه د كشمير حېثيت سره اړوند د 11 دسمبر 2023 پرېكړه كشميرې اولس د خپلواكۍ حق څخه د محرومه كولو ناوړه اقداماتو يوه كړۍ ده ٬ بياهم دا ډول عدالتي پرېكړې د كشميري اولس دنګې حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ ده ووئيل زمونږ غوښتنه ده چې ??ند د ملګرو ملتونو او اسلامي مرستې تنظيم بې پرې مبصرينو ٬ نړيوالې ميډيا او د بشري حقونو تنظيمونو استازو ته كشمير ته د تللو اجازه وركړي دغسې چې هغوي په كشمير كښې د بشري حقونو خلاف و??زۍ ګردې ??ړۍ ته په ډاګه كړې شي۔ نګران وزيراعظم ووئيل د پاكستان تل دا دريځ پاتے شوے دے چې د كشمير مسئلې تلپاتې حل د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې ممكن دے٬ پاکستان به د خپلو كشميري خو??ند?? وروڼو بشپره اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔
پاکستان به د خپلو كشميري خويندو وروڼو بشپړه اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د كشمير يووالي ورځې په مهال پيغام
Official entertainment link of Tang Bohu's Qiuxiang Scholar
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری