اسلام آباد۔6 جون (اے پی پی) پاكستان او جاپان د انساني وسائلو ترقۍ سكالرشپ پروګرام په لړ كښې د 2.1 ملین ډالر ګرانټ لوظنامه لاس ليك كړه۔ د اقتصادي چارو وزارت اعلاميې له مخې د زيارت په ورځ د نوټس د تبادلې او لاس ليك رسمي دستوره وشوه۔ د اقتصادي چارو وزارت سېكرټري ډاکټر کاظم نیاز او په پاكستان كښې د جاپان سفیر واډا مټسوهیرو د نوټس تبادله وكړه او جوائنټ سېکرتري سعید اشرف صدیقی او په پاكستان كښې نړيوال پرمختګ لپاره د جاپان ادارې جائيكا استازي ګرانټ لوظنامه لاس ليك كړه۔ په غونډه كښې د وزارت نورو اعلی چارواكو هم ګډون كولو۔ د اعلامیې له مخې جاپان د جائيكا د لارې د پاكستان ګرانټ زيات كړے۔ د جاپان حکومت به د روان كال ماسټرز ??روګرامونو لپاره 17 او پي اېچ ډي لپاره يو سكالرشپ وركوي۔ كال 2018 څخه تر دې دمه 6 بېچز په كومو كښې چې هر يو كښې نزدې 18 ګډون كوؤنكي شامل دي د جے ډي اېس سكالرشپ څخه ګټه پورته كړې ?? دې اقدام سر?? د ځوانانو افسرانو په صلاحيتونو او كاركردګۍ كښې ښكاره اضافه راغلې۔ په دې مهال پاكستان كښې د جاپان سفير د اړيكو او دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو له د پاكستان حكومت سر?? په ګډه د كار كولو باور وركړو۔
د پاكستان او جاپان ترمينځه د انساني وسائلو ترقۍ سكالرشپ پروګرام په لړ كښې د 2.1 ملین ډالره ګرانټ لوظنامه لاس ليك شوه
Dragon Hatching Credit Betting Entrance
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک