اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی) سېنېټ د يو قرارداد په يوه خله منظوري وركړې چې پكښې د پاكستان او پاكستاني اولس لخوا تركيه٬سوريه او لبنان كښې د زلزلې په نتيجه كښې په لويه پېمانه په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه شوې۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سېنېټر سيد يوسف رضا ګېلاني دا قرارداد په ايوان كښې وړاندې كړو۔په قرارداد كښې وئېلي شوي چې ??ا ايوان د و??ور هېواد تركيه كښې د زلزلې په نتيجه كښې په لويه پېمانه په قيمتي ځاني زيان د غم دړد٬د افسوس او يو والي څرګندونه كوي۔زمونږ زړه د زلزلې ل?? امله د ځپليو تركيې٬سوريې او لبنان اولس سره درزېږي كوم چې ?? نړيوال قدرتي آفت ښكار دي۔پاكستان اولس ته ياد دي چې په كال 2005 كښې په زلزله كښې تركيې دپاكستان مرستې ل??اره د ټولو نه وړاندې وو۔په قرارداد كښې وئېلي شوي چې په دې سخت وخت كښې مونږ د تركيې اولس سره يو۔سېنېټ زور راوړې چې ??ركاري او غېر سركاري تنظيمونه دې د تركيې ځپلې اولس سره د طبي او په بشري بنيادونو مرستې وركولو لپاره راوړاندې شي۔ايوان د دې قرارداد په يوه خله منظوري وركره
په سېنېټ كښې د تركيه٬سوريه او لبنان كښې د زلزلې له امله په حق رسېدلې كسانو د غمرازۍ قرارداد يوه خله منظور كړو
Gem Savior Conquest APP download link
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم