حېدرآباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټرعارف علوي وئيلي دي چې د هېواد معاشي پرمختګ او سوكالۍ لپاره پياوړې پ??لېسي سازولو كښې ټولو اړوندو ډلو سره مشاورت ضروري دے٬ په منطقه كښې امن او استحكام باوري كولو له پاكستان له د انفارمېشن ټېكنالوجي او سائبر سېكورټي په څانګو كښې سرمايه كاري كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ??رځ د حېدرآباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټریز تر اهتمام لاندې كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ د كنفرنس سرخط “دا ??ېواد ستا دے او ته يۍ ساتونكې د دې” و۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د هېواد معاشي صورتحال ښه نه دے ٬ خو د ټولو مسئلو حل د جمهوريت پرله پسې پ??تې كېدو كښې دې۔ آئي اېم اېف قرضه وركوؤنكې اداره ده او پېسې وركولو څخه وړاندې هغه دا ګوري چې دا ??ېسې به څنګه بېرته ادا ??ولې شي۔ صدر مملكت ووئيل د سولر د لارې ارزانه برېښنا پېدا ??ېدې شي۔ ده ووئيل د پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو په هڅو هېواد كښې نيوكليئر پروګرام پېل كړې شو چې ورسره مونږ اتومي سره سره د برېښنا پېدا ??ولو جوګه شؤ او ددې پ??وګرام د لارې مونږ د خپل دښمن د جارحيت لاره ونيوله۔ صدر عارف علوي آئي ټي او ټېكسټائل د هېواد په برآمداتو كښې زياتوالي كوؤنكې تر ټولو مهمه څانګه ګرځولو سره په صنعتكارو زور راوړو چې هغوي دې دې څانګې ته زياته پاملرنه وكړي۔ ده ووئيل انفارمېشن ټېكنالوجي يوازينۍ څانګه ده په كومه كښې چې مېرمنې كور كښې پ??تې كېدو سره كار كولې شي او دغسې هغوي نه يوازې د هېواد په پرمختګ كښې كردار ترسره كولې شي بلكې هغوي د انټرنېټ د لارې په ګرده نړۍ كښې دې صنعت لپاره خذمات ترسره كولې شي۔ ده د تېر حكو??ت په دور كښې د پېل شوي یوتھ ډوېلپمنټ پروګرام ذكر كولو سره ووئيل چې د دې پ??وګرام لاندې 24 لكه ځوانانو ته تربيه وركړې شوه۔ صدر مملكت ووئيل په هند كښې 100 ٬ بنګله دېشن كښی 98 فيصده او سري لنكا كښې 99 فيصد كوچنيان سكول ته په وخت ځي۔ زمونږ هېواد كښې دا شمېره 68 فيصده ده۔ د پنجاب او خېبر پښتونخوا موجوده صورتحال ذكر كولو سره صدر مملكت ووئيل چې هغه يو وارې بيا چيف الېكشن ته خط ليكلې دغسې چې په دواړو صوبو كښې د آئين له مخې د ټاكنو تاريخونه اعلان كړې شي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل چې د كومې هم اسمبلۍ تحليل كېدو څخه وروستو په 90 ورځو كښې په آئيني توګه ټاكنې كول وي ځكه دا ??سئله بايد هواره كړې شي۔ دې څخه وړاندې د حېدر آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر عديل صديقي د استقباليې خطبه وړاندې كړه۔ په كنفرنس كښې د سندھ پخواني اعلی وزير لياقت علي جتوئي ٬ پخواني وزير علي زېدي ، جسټس (ر) نور الحق قرېشی، خاوند بخش جھیجو او نورو ګډون وكړو۔
د هېواد معاشي پرمختګ او سوكالۍ لپاره پياوړې پالېسي جوړولو كښې ټولو اړوندو ډلو سره مشاورت ضروري دے٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په حېدر آباد كښې خطاب
Vampire Charm APP entertainment official website
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا