اسلام آباد۔22 فروری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ س??يكر راجه پروېز اشرف سره پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف بن سعيد ا??ما??كي ملاقات كړے ۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ سپيكر راجه پروېز اشرف د سعودي عربستان قامي ورځې پ?? موقع سعودي حكومت او اولس لپاره د پاكستان پارليمان او اولس لخوا د مباركۍ پېغام كښې ووئيل د پاكستان پارليمان او اولس سعودي عربستان لپاره لا پرمختګ او سوكالي غواړي۔ پاكستان سعودي عربستان سره خپلو غوره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ راجه پروېز اشرف ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشي او سماجي څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو بلها موقعې شته۔ ده ووئيل د پاكستان پارليمان د روان كال په مهال د آئين ګولډن جوبلي ??ما??ځي۔ د ګولډن جوبلي په دستورو كښې به د ټولو دوست هېوادونو سپيكرانو ته بلنه وركولې شي۔ سعودي سفير نواف بن سعید ا??ما??کی د سعودي عرب قامي ورځې پ?? موقع سعودي مشرتابه او اولس لپاره د نېكو هيلو په څرګندونه د سپيكر مننه وكړه۔ ده ووئيل سعودی عربستان پاكستان خپل مخلص ملګرے او ورور هېواد ګڼي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا د هرې تېرېدونكې ورځې سره لا مضبوطېږي۔ سعودی سفیر سپيكر ته د سعودي عربستان لخوا د پاكستان په سماجي څانګو كښې د مرستې روانې ساتلو باور هم وركړو
سپيكر راجه پروېز اشرف سره د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي ملاقات ٬ په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه
Mermaid Fortune APP download
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت