اسلام آباد۔14جون(اے پی پی) د سېنېټ غړو وئيلي دي حک??مت اولس دوسته بجټ وړاندې كړو ، په بجټ كښې عام وګړي ته ريليف وركولو ته خاص پاملرنه شوې٬ د صنعتونو مسئلې به حل كول وي ولې چې دا د هېواد په برآمدات كښې مهم كردار لري٬ مونږ له به د درآمدات په مقابل كښې برآمدات زياتول وي ٬ دې سره به د هېواد مسئلې حل شي٬ په ملازمانو چې د ټېكس كوم نوے بوج اچولے شوے هغې ته بايد بي?? كتنه وشي۔ د جمع?? په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د راروان مالي كال 2024-25 په بجټ بحث كښې سېنېټر سعدیه عباسي ووئيل حك??مت برآمدات زياتولو له هم اقدامات وكړل۔ دې ووئيل د مسلم لیګ (ن) تېرو حكومتونو هم معيشت ښه كولو له كار كړے ؤ او معيشت ئۍ ښه كړے ؤ ۔ دې ووئيل مونږ له به د درآمدات په مقابل كښې برآمدات زياتول وي او دې سره به د هېواد مسئلې حل شي۔ دې ووئيل د رېکوډک په څير لويو منصوبو ته به وړومبۍ پام لرنه كول وي۔ دې لويو منصوبو سره به هېواد ته سرمايه كاري راشي او د روزګار نوې موقعې به رامخې ته شي۔ سېنېټر ډاکټر زرقا سهروردي تېمور ووئيل خرڅونه به كمول وي او حك??مت له به د دې پېل له خپل كور څخه كول وي ٬ دې سره به حالات ښه شي۔ دې ووئيل په بجټ كښې د مزدورانو تنخا زياته شوې ٬ دا ښه خبره ده خو په ملازمينو چې كوم نوے ټېكس لګولے شوے هغې ته به بي?? پام كول وي۔ په سېنېټ كښې د جمعيت علماﺀ اسلام سېنېټر مولانا عطاﺀ الرحمن ووئيل حك??مت د?? په بجټ كښې عام وګړي ته ريليف وركولو له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل حك??مت دې بجټ اولس دوسته جوړ كړي۔ سېنېټر ډاكټر زرقا سهروردي تېمور ووئيل په بجټ كښې عام اولس ته كم او اشرافيه ته زياته پام لرنه شوې۔ ده ووئيل په سركاري ملازمينو په خاص توګه ګرېډ 1 څخه تر ګرېډ 16 ټېكس كښې زياتوالے شوے ۔ د?? په حكومتي خرڅونو كښې د كمي كولو په حاجت ه?? زور راوړو۔ د مسلم ليګ (ن) سېنېټر ناصر بټ ووئيل حك??مت اولس دوسته بجټ وړاندې كړو او د معاشي ستونزو باوجود ئۍ د ملازمينو په تنخاګانو او پنشن كښ?? په زړه پورې اضافه وكړه۔ ده ووئيل د كال 2018-2022 په مهال د پي ټي آئي حك??مت د لاسه د رامخې ته شوو كمزوريو به لرې كولو كښې به وخت لګي۔ د تحریک انصاف سېنېټر محسن عزیز په اشرافیه او شتمندو د نېغ په نېغه ټېكس لګولو په ځائے د بالواسطه ټېكس په زياتولو په حك??مت ټكونه وكړل۔ ده ووئيل حك??مت له به عملي ګامونه پورته كولو سره د ټېكس بنياد لا پراخه كول وي۔
حكومت اولس دوسته بجټ وړاندې كړو٬ د درآمدات په مقابل كښې برآمدات زياتولو سره به مسئلې حل شي ٬ د سينيټ غونډه كښې د غړو څرګندونې
फॉर्च्यून टाइगर क्रेडिट सट्टेबाजी एपीपी
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر