اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) پاکستان او آذربائيجان د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو ته د ودې وركولو د عزم پخلي كولو سره وئېلې دي غوره سياسي اړيكې به په معاشي شراکت دارۍ بدلوٶ، د ک??مي?? په مسئله د پاکستان د اصولي مؤقف مرسته به روانه ساتو٬ ک??مي??يانو ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدل پكار دے۔ د زيارت په ورځ د آذربائيجان صدر الهام عليوف د پاكستا?? دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوظنامو او د تفاهم په ياښتونو د لاسليك دستوره وشوه ۔ په دې موقع شريك پرېس ټاك په مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف د آذربائيجان صدر او د ??وي د پلاوي د پاكستان په دوره كولو هركلے وكړو ٬ ده ووئېل د ??وي په راتګ د پاكستان اولس ډېر خوشحاله شوے٬ آذربائيجان د پاکستان ښه دوست او حقيقي ورور دے٬ د آذربائيجان د صدر د پاكستا?? دورې په مهال د پلاويو په كچه په شريك باور او په احترام اډانه خبرې اترې وشوې٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي څانګې حجم 100 مېلين ډالر دے كوم چې د دواړو هېوادونو د اړيكو عكاسي نه كوي٬ دغسې د دواړو هېوادونو د شريكې ګټې په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلے وشو۔ وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو زوړونه د يو بل سره درځېږي٬ زمونږ سوچ يو دے ٬ په ګڼ اړخيزه او شريكو ټولو مسئلو دواړه هېوادونه يو ډول دريځ لري٬ د کاراباخ په شخړه پاکستان عمر له آذربائيجان سره ولاړ دے٬ په دې مسئله د آذربائيجان فتح د انصاف او فيئر پلے يو مثال دے٬ ده ووئېل آذربائيجان د ك??مي?? په كشاله تل د پاكستان ملاتړ كړے چرته چې د لكهونو په شمېر ك??مي??يان د تېرو اوو لسيزو راهسې د ملګرو ملتونو لخوا د تسليم شوي خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره لازواله قربانۍ وركوي، ده ووئېل د ترکيه غوندې آذربائيجان هم د پاكستان سره ولاړ دے۔ وزيراعظم ووئيل د نن نه اوه كاله اګاهو چې كله د آذربائيجان صدر د پاکستا?? دوره كړې وه نو ھغه وخت وزيراعظم نواز شريف ٶ او نن اوه كاله وروستو د ??وي د پاكستا?? دورې په مهال زه د وزيراعظم په توګه د ??وي هركلے كوم۔ وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريك تجارت ودې ٬ مرستې او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره لاسليك وشول ۔ ده ووئيل د دوه اربه سرمايه كارۍ په اړه خبرې اترې پېل شوي او په دې به نورې خبرې د جمعې په ورځ كېږي٬ هيله ده چې په نومبر كښې زما د آذربائيجا?? دورې په موقع به په دې لوظنامو لاسليك وشي ۔ ده ووئيل د آذربائيجان تېرې دورې په مهال د آذربائيجان لخوا په زړه پورې كوربتوب شوے ؤ ۔وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك تجارت او د سرمايه كارۍ په څانګه كښې اربونه ډالره په راتلونكو كلونو كښې سرمايه كاري متوقع ده۔ وزيراعظم ووئيل په باکو كښې د کوپ۔29 غونډه يوه مهمه نړيواله هڅه ده كومه چې به د پاكستان پشمول پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره مرستياله وګرځي۔ وزيراعظم ووئيل د آذربائيجان د صدر د پاکستا?? دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې نوې لارې پرانستلې شي٬ اسلام آباد لا ښائسته كولو لپاره منصوبه د آذربائيجان يو كار پوهه جوړه كړې چې مونږ ئې ستائنه كوٶ٬ ده ووئېل داخله وزير او د سي ډي اے چيئرمېن دې د موقعې څخه په ګټه پورته كولو اسلام آباد لا ښائسته ښار جوړ كړي۔ په دې موقع د آذربائيجان صدر الهام عليوف ووئيل د پاکستا?? دورې په بلنه راكولو زه د وزيراعظم مننه كوم٬ اوه كاله وړاندې چې كله ما د پاكستا?? دوره كړې وه نو وزيراعظم نواز شريف ٶ، زه د نواز شريف د زړه نه احترام كوم۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې د اولس د هيلو ترجماني كوي، آذربائيجان د باکو نه اسلام آباد، کراچي او لاهور ته نېغ په نېغه پروازونه پېل كړي، مبلمه صدر ووئېل آذربائيجان د ک??مي?? مسئلې پئمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو په هرفورم د پاكستان ملګرتيا كړې كومه چې د پاکستان اولس سره د مينې څرګندونه ده ٬ ده ووئېل په مهمو چارو دواړه هيوادونه يو ډول دريځ لري۔ ده ووئيل مونږ د نړيوال قوانينو احترام كوٶ٬ د ك??مي?? شخړې حل لپاره د تېرو څو لسيزو څخه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد نه كېږي كوم چې د افسوس وړ خبره ده، په دې لړ كښې يو مېكنزم جوړول پكار دے۔ ده ووئيل مونږ هيله لرو چې ک??مي??يانو ته به انصاف ترلاسه شي٬ د آذربائيجان صدر ووئيل د کاراباخ جنګ په مهال پاکستان د آذربائيجان مرسته كړې٬ پاکستان د قابض هېواد له امله د آرمينيا سره خپلې سفارتي اړيكې نه دي جوړې كړې۔ ده ووئيل پاکستان او ترکيه زمونږ وروڼه دي٬ مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې عملي كولو لپاره خبرې اترې كړي ،ده ووئېل سېلګري ، توان، انفراسټرکچر، کنکټيويټي او دفاعي صنعت په څانګو كښې مرس??ه زياتولو لپاره خبرې شوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې لپاره شوې لوظنامې او د تفاهم په يادښتونو عمل كولو سره شريك تجارت ته وده وركولو ته اړتيا ده ۔ صدر الهام عليوف ووئيل د شريكې ګټې په بېلا بېلو څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اربه ډالرو سرمايه كاري كول غواړو، د دفاعي صنعت په څانګه كښې دواړه هېوادونه يو بل سره مرسته كوي٬ ده ووئيل ترجيحي تجارتي لوظنامې سره به دوه اړخيزه تجارتي حجم زيات شي٬ ده ووئېل مونږ به اسلام آباد د نړۍ ښكلے ښار جوړولو لپاره په زړه پورې مرسته كوٶ۔
پاکستان او آذربائيجان د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې له د عزم پخلے وكړو ٬ غوره سياسي اړيكې به په معاشي شراکت دارۍ بدلوٶ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف
वर्चुअल स्पोर्ट्स ईमानदार सट्टेबाजी प्रवेश
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil